تورکیې د ملګروملتونو سازمان نه د فلسطین په اړه د ملاتړ غوښتنه وکړه.
په ملګرو ملتونو کې د تورکیې دایمي استازي احمد یلدز د ملګرو ملتونو له غړو څخه د فلسطین د لایحې نه د ملاتړ غوښتنه وکړه.
تورکیې د ملګروملتونو سازمان نه د فلسطین په اړه د ملاتړ غوښتنه وکړه.
په ملګرو ملتونو کې د تورکیې دایمي استازي احمد یلدز د ملګرو ملتونو له غړو څخه د فلسطین د لایحې نه د ملاتړ غوښتنه وکړه.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د فلسطین په اړه بیړنۍ غونډه وکړه.
پدې دوه ورځنۍ غونډه کې به په هغه مسودې چې له اسرائیلو څخه هر څه ژر پر فلسطین د روانو بریدونو د درولو غوښتنه کوي بحث وشي.
د غونډې په لومړۍ ورځ په ملګرو ملتونو کې د تورکیې دایمي استازي سفیر احمد یلدز عمومي غونډې ته وینا وکړه.
سفیر یلدز ټینګار وکړ چې د طرحې د مسودې یو سپانسر تورکیه دی.
احمد یلدیز وویل: «تورکیه پر ټولو غړو هیوادونو غږ کوي چې دغه لایحه ومني. د فلسطین په خاوره د اسرائیلو اشغال او په لویدیځه غاړه کې د میشت ځایونو روان فعالیتونه نه یوازې غیر قانوني دي بلکې سوله هم زیانمنه کوي. "نړیواله ټولنه باید په واضحه توګه پیغام واستوي چې د نړیوالو قوانینو سرغړونه به ونه زغمل شي."
سفیر یلدز د سولې په اړه د تورکیې د حل لارې او هلو ځلو نه یادونه وکړه او زیاته کړه "موږ د سمدستي او دایمي اوربند، غزې ته د مرستو د رسولو، د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندلو او د دوه دولتونو د حل لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو."
پدغه لایحه به د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په لسمه بیړنۍ غونډه کې رای اچونه وشي.
د پریکړه لیک په مسوده کې له اسرائیلو غوښتل شوي چې په ۱۲ میاشتو کې دننه په اشغال شوي فلسطیني سیمو کې خپل غیر قانوني حضور پای ته ورسوي.
اړوند خبرونه
د تورکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل چې د سوريې ازادېدو مونږ هم ډیر خوشحاله کړي یو.
ولسمشر رجب طيب اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند د دنيزلي ولایت په اتمه ولايتي کنګره کې خبرې وکړې.