د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به د سپټمبر د ۲۱ او ۲۶ ترمنځ د امریکا متحده ایالتونو ته سفر وکړي.
ولسمشر اردوغان د ملګروملتونو په کلنۍ عمومي غونډه کې د ګډون په موخه امریکا ته سفر کوي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به د سپټمبر د ۲۱ او ۲۶ ترمنځ د امریکا متحده ایالتونو ته سفر وکړي.
اردوغان به د ۱۹۳ هېوادونو د حکومتونو او دولتونو له مشرانو سره یو ځای په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په ۷۹مه عمومي غونډه کې ګډون وکړي.
اردوغان چې د سپټمبر په ۲۴ مه نېټه به د ملګرو ملتونو د غونډې په څنډه کې خپله ۱۴مه وینا وکړي، یو ځل بیا به د نړیوال نظام پر بې عدالتۍ ټینګار وکړي او د ملګرو ملتونو په جوړښت کې د اصلاحاتو پر اړتیا به ټینګار وکړي.
ولسمشر اردوغان به په نیویارک کې د یو زیات شمیر هیوادونو د مشرانو سره لیدنې وکړي.
پدې لیدنو کې به د هېوادونو تر منځ د اړیکو ترڅنګ په سیمه ییز او نړیوال مسایلو خبرې وشي.
ټاکل شوې چې ولسمشر اردوغان امریکا ته د خپل سفر په ترڅ کې د سوداګرۍ د نړۍ له استازو سره هم وګوري.
ویل کیږي پدې غونډه کې به د نړۍ د سترو شرکتونو لوړ پوړي چارواکي هم ګډون وکړي. په تورکیه کې د پانګونې پر فرصتونو او د متقابلې سوداګرۍ پر زیاتوالي به خبرې وشي. په دې وروستیو کې د تورکیې او امریکا په اړیکو کې د مثبت پرمختګ سره، د ۱۰۰ میلیارد ډالرو ګډ سوداګرۍ هدف به د اجنډا په سر کې وي.
اړوند خبرونه
د تورکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل چې د سوريې ازادېدو مونږ هم ډیر خوشحاله کړي یو.
ولسمشر رجب طيب اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند د دنيزلي ولایت په اتمه ولايتي کنګره کې خبرې وکړې.