د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره په ټیلیفون خبرې وکړې.

تورکیې په لبنان کې د وروستي برید په اړه خواخوږي څرګنده کړه

2188499
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره په ټیلیفون خبرې وکړې.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره په ټیلیفون خبرې وکړې.

هاکان فیدان له میقاتی څخه په لبنان کې د هممهاله  برید په اړه معلومات ترلاسه کړل او پدې برید کې  د لبنان خلکو ته د اوښتې  مرګ ژوبلې له امله هغه ته او د لبنان خلکو  خپله خواخوږي او د تسلیت مراتب وړاندې کړل.

د ویلو ده چې په لبنان کې د حزب الله د ډلې د غړیو لخوا په کاریدونکو مخابرو کې په هممهاله توګه چاودنې رامنځته شوې.

د لبنان د روغتیا وزارت اعلان وکړ، چې په دې پېښه کې د یوه ماشوم په ګډون ۱۱ تنه مړه  او شاوخوا ۴۰۰ تنه ټپیان شوي، چې د شاوخوا ۲۰۰ تنو روغتیايي حالت نازک دی.



اړوند خبرونه