د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به د سپټمبر په ۲۴ د ملګروملتوو عمومي غونډې ته وینا وکړي
د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان به د سپټمبر په ۲۴ مه نېټه د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د ۱۴م ځل لپاره وينا وکړي.
د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان به د سپټمبر په ۲۴ مه نېټه د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د ۱۴م ځل لپاره وينا وکړي.
د ملګرو ملتونو په ۷۹ مه عمومي غونډه کې به د ولسمشر اردوغان د وینا اصلي اجنډا پر غزې د اسرائیلو بریدونه وي.
اردوغان به پر نړيوالې ټولنې غږ وكړي چې د اسرائيلو د بريدونو پر وړاندې ودرېږي.
اردوغان به د سرمشریزې په چوکاټ کې د یو زیات شمیر دولتونو او حکومتونو له مشرانو سره لیدنې وکړي.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې عمومی غونډه چې هر کال د نړۍ مشران د امریکا په نیویارک ښار کې سره راټولوي سږ کال ( د راتلونکي سرمشریزه ) تر عنوان لاندې د سپټمبر په ۲۲ نیټه پیلیږي.
د ویلو ده چې د سپټمبر په ۲۴ مه نیټه به د نړۍ مشران د ملګروملتونو عمومي اسامبلې ته ویناګانې وکړي.
تمه کیږي چې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګرو ملتونو په ۷۹ مه عمومي اسامبله کې په لومړۍ ورځ په دریم کتار کې وینا وکړي.
تمه کیږي چې د ملګروملتونو د سازمان په سږني عمومي غونده کې د څه باندې ۱۹۰ هیوادونو مشران او لوړپوړي چارواکي ګډون وکړي.
اړوند خبرونه
د تورکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل چې د سوريې ازادېدو مونږ هم ډیر خوشحاله کړي یو.
ولسمشر رجب طيب اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند د دنيزلي ولایت په اتمه ولايتي کنګره کې خبرې وکړې.