تورکیې خپله کورنۍ او ملي سپوږمکۍ ترکسات ۶ ای په بریالیتوب فضا ته وتوغوله
د تورکیې کورنۍ او ملي مخابراتي سپوږمکۍ، ترکسات ۶ ای د امریکا د فلوریډا ایالت د کیپ کاناورال فضایي مرکز څخه په بریالیتوب سره وتوغول شوه.
د تورکیې کورنۍ او ملي مخابراتي سپوږمکۍ، ترکسات ۶ ای د امریکا د فلوریډا ایالت د کیپ کاناورال فضایي مرکز څخه په بریالیتوب سره وتوغول شوه.
د تورکي انجینرانو لخوا جوړه شوې ترکسات ۶ ای سپوږمکۍ د هوا د شرایطو له امله د تورکیې په ځايي وخت د شپې د ۱۲ بجو او ۲۰ دقیقو پرځای د شپې په دونیمو بجو د سپیس ایکس فالکون ۹ راکټ سره د لانچ کمپلیکس ۴۰ څخه فضا ته واستول شوه.
د ویلو ده چې د ترکسات ۶ ای څخه شاوخوا نیم ساعت وروسته، لومړی سیګنال ترلاسه شو چې په ۶۷ دقیقو کې په بریالیتوب سره له راکټ څخه جلا شوه.
ترکسات ۶ ای، چې خپل فضايي سفر یې په ۴۲ درجو ختیځ طول البلد کې د خپل مدار په لور پیل کړی، د مدار له ازموینو وروسته به فعال شي چې لږترلږه یوه میاشت به دوام وکړي.
ترکسات ۶ ای ، چې د نړۍ څخه به ۳۵ زره ۷۸۶ کیلومتره لیرې موقعیت ولري، د ۲۰ عدده ټرانسپونډرونو سره به خدمت وکړي. د ترکسات ۶ ای سپوږمکۍ چې د ۸ نقطه ۴ کیلو واټ ځواک لري او ۴ زره ۲۲۹ کیلو ګرامه وزن لري، د ترکسات په سپوږمکۍ به به هند، تایلینډ، مالیزیا او اندونیزیا هم د پوښښ لاندې راولي او خپله ساحه به پراخه کړي.
د سپوږمکۍ په فعالیدو سره به تورکیه وکولای شي د خپلو مخابراتي سپوږمکیو په مرسته د نړۍ له ۶۵ سلنې څخه زیات نفوس ته لاس رسی ولري. نن ورځ د نړۍ ۳ نیم میلیارده انسانان د تورکیې سپوږمکیو ته لاس رسی لري چې د ترکسات ۶ ای د فعالیدو سره به دا رقم ۵ میلیاردو ته لوړ شي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان د ايران له ولسمشر مسعود پزشكيان سره وليدل.
ولسمشر اردوغان په قاهره کې د مصر ولسمشر سیسي او د ایران ولسمشر پزشکیان سره جلا جلا لیدنې وکړې