په تیره یوه پيړۍ کې د نارينه وو قد د ښځو په پرتله له دوه برابره ډیر اوږد شوی دی.
د ( رویل سوسایټي پبلشنګ ) لخوا خپره شوې څېړنه کې، د نړۍ په کچه د نارينه وو او ښځو د تېرې پېړۍ د قد او وزن بدلونونه څېړل شوي دي
په تیره یوه پيړۍ کې د نارينه وو قد د ښځو په پرتله له دوه برابره ډیر اوږد شوی دی.
دا خبره په انګلستان کې خپرې شوي يو څېړنه کې شوې ده.
د ( رویل سوسایټي پبلشنګ ) لخوا خپره شوې څېړنه کې، د نړۍ په کچه د نارينه وو او ښځو د تېرې پېړۍ د قد او وزن بدلونونه څېړل شوي دي
په دې څېړنه کې، د نړیوال روغتیایي سازمان (WHO)، بېلابېلو نړیوالو سازمانونو او انګلستان څخه د تېرې پېړۍ په اړه ترلاسه شوي معلومات څېړل شوي دي.
په تېره پېړۍ کې د نارينه وو او ښځو په قد او وزن کې زیاتوالی لیدل شوی، په څېړنه کې ښودل شوي چې په نارينه وو کې د ښځو په پرتله زیاتوالی له دوه برابره ډېر و.
څېړنه ښيي چې د ژوند او زده کړې موده او د عاید وضعیت په پام کې نيولو سره د انساني پرمختګ شاخص کې هر ۰.۲ زیاتوالی، د ښځو په قد کې شاوخوا ۱.۶۸ سانتي متره او په وزن کې ۲.۷ کيلوګرامه، او د نارينه وو په قد کې شاوخوا ۴.۰۳ سانتي متره او په وزن کې ۶.۴۸ کيلوګرامه زیاتوالی راوستی دی.
په څېړنه کې په دې خبره ټینګار شوی چې نارينه د ښځو په پرتله د لوړ قد له امله د انتاني ناروغيو او د خوړو د کمښت په وړاندې ډېر حساس کېدای شي، له همدې امله يې وده له خنډ سره مخ کېدای شي.
څېړنه ښيي چې د ښځو فزیکي وده د نارينه وو په پرتله د چاپېریالي ننګونو له اغېزو څخه لږ اغېزمنه کېږي، او هغه نارينه چې په سختو شرایطو کې لوی شوي په "نامتناسب" ډول قدونه يي ډیر کوچني وي.
له همدې امله، په څېړنه کې ويل شوي چې په هغو شرایطو کې چې چاپېریالي ننګونې لږې وي، د نارينه او ښځو ترمنځ د قد او وزن توپير د هغو چاپېریالونو په پرتله ډېر دی چېرته چې دا ننګونې ډېرې وي. په څېړنه کې په دې خبره هم ټینګار شوی چې د چاپېریالي ننګونو اغېزې له کس تر کسه توپير کولای شي.