په میلان کې په عامه مکانونو او سیمو کې په سګرت څکولو بندیز لګول کیږي
د ایټالیا دوهم لوی ښار میلان کې د نوي کال د پیل راهیسې په ټولو عامه مکانونو او سیمو کې د سګرټ په څکولو بندیز لګول کیږي.
د ایټالیا دوهم لوی ښار میلان کې د نوي کال د پیل راهیسې په ټولو عامه مکانونو او سیمو کې د سګرټ په څکولو بندیز لګول کیږي.
د ایټالیوي رسنیو د خبر ل مخې ، د میلان ښاروالۍ د اقلیم او هوا د پلان په چوکاټ کې د سګرټ په څکولو د موجود محدودیت کچې د پراخولو پریکړه کړه . د ویلو ده چې د میلان ښار ښاروالۍ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۲۱ کې په سپورتي لوبغالو ، پارکونو ، هدیرو او د بس تمځایونو په څیر په عامه مکانونو او سیمو کې د سګرټ په څکولو بندیز ولګو.
د ښاروالۍ د وروستۍ پریکړې په چوکاټ کې ، د ۲۰۲۵ کال د جنوري د لومړۍ نیټې نه په اعتبار سره د ښار په ټولو عامه ځایونو کې سګرټ څکول منع اعلان شول.
د نوو مقرراتو له مخې ، د سګرټو او تنباکو محصولاتو مصرف به یوازې په ټاکل شوو خصوصي سیمو کې اجازه ورکول کیږي . همداشان په سرخلاصه سیمو کې به د نورو خلکو لږ تر لږه د لس مترو مصافې درلودو په صورت کې سګرټ څکولو ته اجازه ورکول کیږي.
د نوو مقرراتو نه سرغړونکي به د ۴۰ نه تر ۲۴۰ ایرو پورې جریمه کیږي.
د "PM10 غلظت" پیرامیټر له مخې چې د هوا کیفیت اندازه کولو کې کارول کیږي ، میلان ښار چې د ایټالیا د مهمو صنعتي او مالي ښارونو څخه دی د هوا د ککړتیا ۷ سلنه برخه د سګرټو له امله ککړه ده.
ویل شوي چې په سګرټ څکولو د بندیز پروژه به تر ۲۰۵۰ کاله پورې د کاربن ډای اکسایډ اخراج نیمایي کولو لپاره چمتو شوي برنامې چوکاټ کې پلي شي.
دا ویل شوي چې د تنباکو یو شمیر تولید کونکو او پلورونکو پلان درلود چې په سیمه ایزه محکمه کې د نوي بندیز په اړه اعتراض وکړي او ادعا یې وکړه چې ښاروالۍ د داسې پریکړې کولو واک نه لري.
د ویلو ده چې د ایټالیا د تورین ښار د روان کال د اپریل په میاشت کې د میلان ښار ته ورته یوه پریکړه کړې وه .
د تورین ښاروالۍ په خلاصو سیمو د نورو انسانانو سره د ۵ متره په واټن کې د سکرټ په څکولو بندیز لګولی دی.