د کووید انتان د سرطان د ناروغیو په درمنله کې مرسته کوي
د کووېډ انتان او د تومورونو د کوچني کېدو چې د سرطان ضعیفدو لامل ګرځي ترمنځ ، اړیکه موندل شوې ده.
د کووېډ انتان او د تومورونو د کوچني کېدو چې د سرطان ضعیفدو لامل ګرځي ترمنځ ، اړیکه موندل شوې ده.
امریکايي ساینسپوهانو د حیواناتو او انساني نسجونو په استفادې سره وموندله ، د سارس ویروس چې د کووید د ویروس یوه بڼه ده RNA مالیکولونه چې د ناروغۍ لامل کیږي، په معافیتي سیستم کې د سرطان ضد خواصو درلودونکي ځانګړو حجرو وده راپاروي.
د ساینسپوهانو په وینا، دا ځانګړې حجرې چې د "تحریک وړ غیر کلاسیک مونوسایټونه" یا "I-NCMs" په نوم پیژندل کیږي، په سرطاني حجرو برید کوي.
د څېړونکو په وینا دا کشف د سرطان د درملنې لپاره نوی لار پرانیزي. دا حجرې کیدای شي د هغو سرطانونو په درملنه کې وکارول شي چې د اوسنیو درملنو په وړاندې مقاومت ښيي.
ساینسپوهانو چې وموندله دا حجرې چې د شدید کووېډ-۱۹ لخوا فعالیږي، کولی شي د درملو په مرسته د سرطان سره د مبارزې لپاره وپارول شي، په ځانګړي توګه د میلانوما، سږو، تي او کولمو سرطان لپاره ځواب ترلاسه کړی.
سره له دې چې څېړنه لا په لومړنیو پړاوونو کې ده او اغیزمنتیا یې یوازې په حیواناتو کې څېړل شوې، ویل کیږي چې دا چلند د هغو ناروغانو لپاره هیله بښونکی دی چې پرمختللی سرطان لري او نور درملنو ته ځواب نه وايي.