په نړۍ د ګلخانه یي ګازونو کچه په ۲۰۲۳ کال کې ریکارډ کچې ته لوړه شوې.

د هوا پیژندنې  نړیوال سازمان (WMO) د ګلخانه یي ګازونو د کچې او په نړۍوالې تودوخې د هغه د  اغیزو په اړه راپور خپور کړ.

2203820
په نړۍ د ګلخانه یي ګازونو کچه په ۲۰۲۳ کال کې ریکارډ کچې ته لوړه شوې.

په نړۍ د ګلخانه یي ګازونو کچه په ۲۰۲۳ کال کې ریکارډ کچې ته لوړه شوې.

د هوا پیژندنې  نړیوال سازمان (WMO) د ګلخانه یي ګازونو د کچې او په نړۍوالې تودوخې د هغه د  اغیزو په اړه راپور خپور کړ.

په راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې د ګلخانه یي ګازونو کچه په ۲۰۲۳ کال کې ریکارډ کچې ته رسیدلې او دا به په راتلونکو کلونو کې د تودوخې د لوړیدو لامل شي.

په راپور کې ویل شوي چې  د کاربن ډای اکسایډ کچه په اتموسفیر کې په بې ساري توګه چټکه شوې، ټینګار شوی "د کاربن ډای اکسایډ غلظت په یوازې ۲۰ کلونو کې ۱۱.۴ سلنه لوړ شوی دی."

په راپور کې دا هم په ډاګه شوې چې په ۲۰۲۳ کال کې په اتموسفیر کې د کاربن ډای اکسایډ زیاتوالی د ۲۰۲۲ کال په پرتله لوړ و.

په راپور کې ویل شوي چې د کاربن ډای اکسایډ خپریدو یوه مهمه برخه په اتموسفیر کې پاتې کیږي، له څلورمې برخې څخه زیات یې د سمندرونو او شاوخوا ۳۰ سلنه یې د ځمکني ایکوسیستمونو لخوا جذبیږي، خو دا کچې هر کال د طبیعي پیښو له امله بدلون مومي.

پدې راپور کې چې د هوا پیژندنې  نړیوال سازمان عمومي منشي سلیست ساولو نظرونو ته ځای ورکړی شوی دی ، یادونه شوې چې په اتموسفیر کې د ګلخانه یي ګازونو کچه یو ځل بیا ریکارډ کچې ته رسیدلې او وویل: "دا باید د پریکړه کوونکو ترمنځ د خطر زنګونه وغږوي. موږ په څرګنده توګه د نړیوالې تودوخې د ۲ سانتي ګراد درجو څخه ډیر ټیټ محدودولو او د تودوخې لوړوالی د صنعتي دورې له منځنۍ کچې څخه په ۱.۵ سانتي ګراد درجو محدودولو د پاریس تړون له موخې څخه لرې کیږو. دا یوازې شمیرې نه دي."

ساولو ټینګار وکړ چې د تودوخې په هره درجه لوړوالی د انسان ژوند او سیارې ته منفي اغیز لري.

د هوا پیژندنې  نړیوال سازمان مرستیال عمومي منشي کو بریټ وویل چې په راپور کې معلومات د یو احتمالي ناوړه دوران په اړه خبرداری ورکوي.

بریټ وویل: "طبیعي اقلیمي بدلون په کاربن دوران کې لوی رول لوبوي. خو په نږدې راتلونکي کې، د اقلیم بدلون په خپله کولای شي چې ایکوسیستمونه د ګلخانه یي ګازونو په لویو سرچینو بدل کړي. د ځنګلونو اورونه کولای شي اتموسفیر ته نور هم زیات کاربن خپور کړي، په داسې حال کې چې تود سمندرونه لږ کاربن ډای اکسایډ جذبولای شي. له دې امله، په اتموسفیر کې نور هم زیات کاربن ډای اکسایډ پاتې کیدای شي چې نړیواله تودوخه به لا چټکه کړي. دا اقلیمي فیډبیکونه د انسانانو لپاره یوه مهمه اندیښنه ده."



اړوند خبرونه