د مصنوعي زیرکتیا د ټیکنالوژۍ سره نږدې ۱۶۲زره ډولونه ویروس کشف شوي.
مصنوعي زیرکتیا د ژوند د هرې برخې په څیر د ویروسونو د کشف په برخه کې هم کارول کیږي
د مصنوعي زیرکتیا د ټیکنالوژۍ سره نږدې ۱۶۲زره ډولونه ویروس کشف شوي.
د آسټرالیا د سیډني پوهنتون په ویب پاڼه کې د خپور شوي بیان له مخې، د سیډني پوهنتون او د چین د طبیعي علومو ملي بنسټ په ګډون د ډیری انسټیټیوټونو څیړونکو د مصنوعي زیرکتیا د ټکنالوژۍ نه په استفادې سره ۱۶۱زره ۹۷۹ ډوله ویروسونه چې جینیتکي مواد يي آر ان اې یا ( رایبونیکلویک اسید ) دي کشف کړي دي.
ساینس پوهانو په تحقیقاتو کې چې د مصنوعي زیرکتیا سره د ژورې زده کړې الګوریتم رامینځته کړی وو، د ویروسونو د کشف لپاره د ۴۷ زره ۲۵۰ نیکلوتید پورې غځیدلې د ویروس جینومونو په څیر جینیاتي ترتیب د ډیټا د محاسبه کولو په خاطر د لوکا پروټ په نوم د ژورې زده کړې الګوریتم رامینځته کړ.
څیړونکو ویلي چې د ډیری کشف شوي ویروسونو په اړه معلومات په موجوده ډیټابیسونو شتون درلود، د مصنوعي زیرکتیا د ټیکنالوژۍ په کارولو سره تنظیم شوي او درجه بندي شوي.
د څیړنې یو لیکوال اډوارډ هولمز، ، ویلي چې د ویروسونو میلیونونه نور ډولونه شتون لري چې کشف شي او یادونه یې وکړه چې ورته اپلیکیشن د باکتریا او پرازیتونو د موندلو لپاره کارول کیدی شي.
د څیړنې بل لیکوال، منګ شی، ویلي د مصنوعي زیرکتیا ټیکنالوژي کارول کیدو نه مخکې، بایو انفارماتیک پایپ لاینونه کارول کیدل، مګر دې د کشف تنوع محدودوله.
څیړنه په "سیل" ژورنال کې خپره شوې.