په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره د سږو د سرطان واکسین په انسانانو تطبیق شو
په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره د تورکیې په ګډون په ۷ هیوادونو کې پر ناروغانو د سږو د سرطان واکسین ازمایښت پیل شو.
په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره د تورکیې په ګډون په ۷ هیوادونو کې پر ناروغانو د سږو د سرطان واکسین ازمایښت پیل شو.
دا واکسین، چې د BNT116 په نوم پیژندل کیږي او د بیو ان تک BioNTech شرکت لخوا تولید شوی. د ویلو ده چې دا واکسین د سږو د هغه ډول سرطان لپاره چې کوچنۍ حجرې ونلري د تداوۍ لپاره دیزاین او تولید شوی دی.
د لومړي پړاو کلینیکي آزموینه په انسانانو باندې د BNT116 لومړنۍ مطالعه ده او د انګلستان، امریکا، آلمان، هنګري، پولنډ، اسپانیا او تورکیې په ګډون په ۷ هیوادونو کې په ۳۴ څیړنیزو مرکزونو کې پیل شوې.
د ویلو ده چې دا واکسین په ټولیز ډول په نږدې ۱۳۰ تنو هغه ناروغانو چې عملیات یا راډیوټراپي تداوي يي نه وي کړي. همداشان پدې ناروغانو کې وخته تشخیص شوې او یا ډیر وروسته تشخیص شوي ناروغان هم شتون لري.
ویل کیږي پدې واکسین کې هم د کوویډ ۱۹ د ویروس د واکسین په څیر د mRNA څخه کار اخیستل شوی دی. همداشان دا واکسین په وجود کې د سرطاني حجرو د تکثیر مخنیوی او وجود د معافیت سیستم د سرطاني حجرو پر خلاف مبارزې ته اماده کوي. همداشان دا واکسین د وجود روغو حجرو ته هم کوم زیان نه رسوي.
د ویلو ده چې دا واکسین د کیموټراپۍ د درملنې برعکس ډیر خوندي دی.
متخصصین د دې واکسین بریالیتوب ته ډیر هیله مند دي. که چیرې دا واکسین بریالی شي دا به د زرګونو تنو ژوند وژغوري.