په پاکستان کې سږ کال د لومړي ځل لپاره په ۳ کسانو کې د بیزو ویروس یا (mpox) تشخیص شوی دی.

د پاکستان د جيو نيوز ټلوېزيون د خبر له مخې، د خيبر پښتونخوا ايالت روغتيايي چارواکو اعلان کړی ، چې له يوه خليجي هېواد څخه راغلو ۳ کسانو کې د بیزو ویروس یا ام پوکس ویروس تشخیص شوی دی  .

2176446

د روغتیا وزارت ویاند صدیق شاه ویلي، چې په دغو کسانو کې د ویروس لږې نښې لیدل شوي ، خو د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د هغه کسانو سره چې دوې تماس کړی دی د تعقیب لاندې نیول شوي دي.

شاه وویل، نمونې د تایید لپاره د روغتیا ملي انسټیټیوټ ته لیږل شوي دي.

په پاکستان کې د ۲۰۲۳ کال د اپرېل له میاشتې راهیسې د ایم پوکس ۱۱ پېښې ثبت شوي، چې یوه یې د مړینې لامل شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د اګست په ۱۴ په افریقا او نورو سیمو کې د M-pox ویروس د نړیوال خپریدو احتمال په ځواب کې نړیوال اضطراري حالت اعلان کړ.

ایم پوکس  یا د بیزو ویروس

د ایم پوکس یا بیزو ویروس د موږکانو او سنجاب په څیر د حیواناتو او پدې ویروس د اخته کسانو لخوا خپریږي. د ویروس له امله د بدن د داغونو لمس کول، د جامو، چادرۍ، روی پاک او ځان پاک او ورته شیانو کارول چې په دې داغونو ککړ شوي او د بدن د مایعاتو سره تماس کړی وي د انفیکشن د خپریدو ترټولو مهم لاملونه دي.

لومړۍ نښې ممکن د ویروس له اخته کیدو وروسته له ۵ څخه تر ۲۱ورځو پورې څرګند شي. دا ویروس عموما د لوړ تبې، د سر، ملا او عضلاتو درد، د لنف نوډونو پړسوب، ستړیا، زکام، ټوخی او د پوستکي د پاسه د دانو او  د تبې لامل کیږي.

دا ناروغي، چې د درملنې ځانګړې طریقه نه لري، د انټي ویروس درملو سره مبارزه کیږي. ډیری قضیې یو معتدل ناروغي لري او په څو اونیو کې روغیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د نژاد پرستۍ او تبعیض په اړه د اندیښنو له امله په ۲۰۲۲ کال کې د بیزو ویروس یا "monkeypox" نوم "mpox" باندې بدل کړ.

اړوند خبرونه