المان اقتصاد پوه د تورکیې اقتصادي پالیسي او لید لوری وستایه
آلمان د بهرنی سوداگری او اقتصادی پراختیا ټولنی د مدیره شورا مشر مایکل شومان وویل چی تورکیه د سیمی یوه پرمختګ کوونکي اقتصادي ځواک دی.
آلمان د بهرنی سوداگری او اقتصادی پراختیا ټولنی د مدیره شورا مشر مایکل شومان وویل چی تورکیه د سیمی یوه پرمختګ کوونکي اقتصادي ځواک دی.
آلماني اقتصاد پوه شومان د تورکیې ملي راډیو تلویزیون ته وویل چی تورکیه د قوي او پیاوړو اقتصادي پالیسو له امله د نړیوالی اقتصادی بحران نه په ډیره ښه توګه بهر شوې ده.
شومان وویل، "تورکیې د پرمختللي اقتصادي ځواک په توګه په سیمه کې خپل موقف ښه پیاوړی کړی دی.همداشان تورکیې خپل موقف د اروپا او آسیا تر منخ د پُل رول او منخنی ختیخ ته د اتصال لارو سره ښه پیاوړي کړی دی. زما په اند د آلمان اقتصاد چی اوس د یو بحران سره مخ د وتلو لاره تنوع ته مخه کول او بهرنی سوداګرۍ باندې تمرکز کول دي."
شومان چی وویل اروپا متحرک بدلون پلی کولو کې پاتې راغلې ده او زیاته کړه ، تورکیه کولی شي پدی بازار کی لوی سهم ولري.
شومان وویل، "آلمان هدف تر ۲۰۳۰ پوری د ۱۵ میلیونه برقي موترو بازار ته عرضه کول وو. خو دې هدف ته ونه رسید. اوس د اروپایي اتحادیې لخوا په چینايي برقي موترو د نوې ګمرکي تعرفې د لګولو سره به دا هدف لا ستونزمن شي. زما په اند اوس، هغه برانډونه چی مصرف کوونکو ته لا جاذب وړاندیزونه کولی شي بازار ته ننوتل گټور دی. دا به د تورکیې د ملي او کورني برېښنايي موټر توګ لپاره هم یو فرصت وي."
شومان په تیرو کلونو کې د الماني موټرو فولوکس واګون په تورکیه کې موټرو د فابریکې د جوړولو نه د لاس په سر کیدو په اړه وویل،
"که فولکس واگن تورکیه کی پانگه اچونه کړی وای، نو نن به يي پدې وضعیت کې قرار نه درلودې. د تورکیې څو اړخیز اقتصادي لید لورې زما ډیر خوښیږي. همدا راز، تورکیې راتلونکی اقلیمي کنفرانس د کوربه توب غوښتنه کړی ده. پداسې حال کې چې د اړتیا په صورت کې فوسیلي توکي کارولو ته دوام ورکوي. نو د همدې امله په تورکیه کې پانگه اچونه ډیره ګټوره ده."
اړوند خبرونه
د تورکیې اقتصاد له ۱۷ ربعو راهیسې په دوامداره توګه وده کوي.
د ترکیې د احصایې انسټیټیوټ د ناخالص کورني محصول شمیرې اعلان کړه.