د کریډیت درجه بندۍ نړۍوال سازمان د تورکیې د اقتصادي ودې وړاندوینه لوړه ړه

د نړیوال کریډیټ درجه بندي ادارې فیچ ریټینګ سږکال د تورکیې د اقتصاد د ودې وړاندوینه له ۲ عشاریه ۸  سلنې څخه ۳ عشاریه ۵  سلنې ته لوړه کړې.

2153820

فیچ د جون په میاشت کې د نړیوال اقتصادي لید راپور خپور کړ.

په راپور کې ويل شوي چې په اروپا کې د بيارغاونې د امکان په اړه باور زیات شوی دی او د چين څخه بهر په مخ پر ودې بازارونو کې د کورنيو تقاضا د پياوړتيا له امله د نړيوال پرمختګ وړاندوينې له سره تعديل شوې دي.

په راپور کې یادونه شوې چې د نړۍ اقتصاد د ودې وړاندوینه د ۲ عشاریه ۴ سلنې څخه ۲ عشاریه ۶  سلنې ته د ۲۰۲۴ کال لپاره لوړه شوې او تمه کیږي چې نړیوال اقتصاد به په ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کال  دواړو کلونو کې ۲ عشاریه ۴  سلنې وده وکړي.

په دغه راپور کې چې د تورکیې د اقتصاد ارزونه هم پکې شامله ده، ویلي چې د صادراتو د ښه والي، د وارداتو د چټک کمښت او لا هم قوي کورني تقاضا له امله د روان کال په لومړۍ ربع کې اقتصاد له تمې څخه لوړ شوی دی.

په راپور کې ویل شوي چې د تورکیې د اقتصاد د ودې وړاندوینه سږ کال له ۲.۸ سلنې څخه ۳.۵ سلنې ته لوړه شوې ده. په پام کې ده چې د هیواد اقتصاد په ۲۰۲۵ کال کې ۳ سلنه او په ۲۰۲۶ کال کې ۳.۲ سلنه وده وکړي.

پيوندونه: #فیچ

اړوند خبرونه