په فضا کې بند پاتې فضانوردې د لومړي ځل لپاره فضايي ګرځیدل پیل کړل
د امریکا متحده ایالتونو د فضايي ادارې ناسا په فضا کې بند پاتې دوو فضا نوردانو څخه یوې، سونی ویلیمز، د نړیوال فضايي تمځای (ISS) کې د ۷ میاشتو تېرولو وروسته خپل لومړنی فضايي ګرځېدل ترسره کړل.
د امریکا متحده ایالتونو د فضايي ادارې ناسا په فضا کې بند پاتې دوو فضا نوردانو څخه یوې، سونی ویلیمز، د نړیوال فضايي تمځای (ISS) کې د ۷ میاشتو تېرولو وروسته خپل لومړنی فضايي ګرځېدل ترسره کړل.
د ناسا ټلویزیون له ISS څخه خپرو شویو انځورونو کې، د بوچ ویلمور سره له ۷ میاشتو راهیسې په تمځای کې بند پاتې ویلیمز د فضايي ګرځېدلو شېبې ښودل شوې.
کله چې نړۍوال فضايي تمځای د ترکمنستان ۲۶۰ میله (۴۲۰ کیلومتره) پورته الوتنه کوله، د ښځینه فضانوردې ویلیمز غږ په مخابره کې واورېدل شو چې ویل یې "زه بهر وځم".
د امریکا فضايي ګرځېدو پروګرام، د یوه فضانورد د جامو لپاره د سړوونکي سیستم څخه د هوا د بندولو له بټنۍ څخه د اوبو د څڅېدو له امله ځنډول شوی وو، خو وروسته ناسا اعلان وکړ چې ستونزه حل شوې ده.
ویلیمز او ویلمور د ۲۰۲۴ کال د جون په ۵مه د بوینګ د نوي سټارلاینر کپسول سره د یوې اونۍ ازمایښتي الوتنې لپاره نړۍوال فضايي تم ځای ته لېږل شوي وو.
خو د سټارلاینر د تخنیکي ستونزې له امله د دواړو فضانوردانو د بېرته راستنېدو نېټه وځنډول شوه، او ناسا د تش کپسول د بېرته راستنېدو امر ورکړ.
داسې اټکل کېږي چې د دواړو فضانوردانو بېرته راستنېدل به د مارچ تر پایه یا د اپریل تر پیل پورې ناشوني وي، او په فضايي تمځای کې د دوی د پاتې کېدو موده به نږدې ۱۰ میاشتو ته ورسېږي. دا د SpaceX د اضافي کپسول د توغولو نېټې د ځنډېدو له امله دي.
اړوند خبرونه
د ناسا پارکر څیړنیز روبوټ لمر ته تر ټولو په نږدې سیمه کې الوتنه وکړه
د ناسا پارکر څېړنیز روبوټ لمر ته په ۹۳۰ درجو تودوخه کې په نږدې کېدو سره تاریخ جوړ کړ.