د تورکیې د ملي فضايي پروګرام په چوکاټ کې د لومړنی فضانورد یا ستورمزلی الپر ګیزراوجي فضا ته لاړ.
د تورکیې د ولسمشرۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون فضا ته د تورکیې د لومړني فضانورد یا ستورمزلي د سفر زیری ورکړ.
د تورکیې د ملي فضايي پروګرام په چوکاټ کې د لومړنی فضانورد یا ستورمزلی الپر ګیزراوجي فضا ته لاړ.
د تورکیې د ولسمشرۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون فضا ته د تورکیې د لومړني فضانورد یا ستورمزلي د سفر زیری ورکړ. هغه پدې اړه په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې الپر ګیزراوجي ته د ښه او روښانه سفر هیله لرو، تورکیه پدې ستر پروګرام افتخار کوي او انشاالله چې دا به پيل وي.
التون فضا ته د Ax-3 فضايي ماموریت د پيلیدو نه وروسته په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې ،"زموږ د هیواد لومړني فضانورد یا ستورمزلي خپل فضایي سفر پیل کړ.
همداشان التون په خپور کړي پیغام کې د سپیس ایکس سپوږمکۍ د بریالیتوب عکسونه هم نشر کړي دي .
د سپیس ایکس فضایي بیړۍ، د تورکیې د لومړي ستورمزلي الپر ګیزراوجي په ګډون، د امریکا د کینیډي له فضايي مرکز څخه په ځايي وخت د مازیګر په ۴ بجو او ۴۹ دقیقو په بریالیتوب سره وتوغول شوه. دغه فضايي بیړۍ به له توغولو ۳۶ ساعته وروسته نړیوال فضايي سټیشن ته ورسیږي.