ټرمپ : د اوکراین ولسمشر د روسیې سره خبرو ته چمتو دی

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د جګړې د بندولو لپاره د یوې موافقې په اړه خبرو اترو ته چمتو دی.

2234105
ټرمپ : د اوکراین ولسمشر د روسیې سره خبرو ته چمتو دی

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د جګړې د بندولو لپاره د یوې موافقې په اړه خبرو اترو ته چمتو دی.

د امریکا ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د بعضو اجرایوي فرمانونو د لاسلیک مراسمو وروسته د اجنډا په اړه پوښتنې ځواب کړې.

ټرمپ ټینګار وکړ چې د روسیې او اوکراین جګړه یوه "مسخره" جګړه ده او باید ژر تر ژره پای ته ورسیږي. هغه وویل "ما اوریدلي چې پوتین غواړي ژر تر ژره له ما سره وویني. زه به سمدلاسه ووینم. د دې جګړې ډګر کې روانې پیښې  د دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې نه دی لیدل شوی. دا به ښه وي چې دا جګړه پای ته ورسیږو."

ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د اوکراین ولسمشر زیلینسکي د خبرو اترو لپاره چمتو دی، وویل، "زیلینسکي د یوې داسې معاملې لپاره چمتو دی چې دا جګړه ودروي. اوکراین او روسیې دواړو ډیر سرتیري له لاسه ورکړي دي."

ټرمپ د دې استدلال سره چې چین په روسیه باندې یو ځانګړی نفوذ او ځواک لري، وویل چې د چین ولسمشر شي جین پینګ هم باید د جګړې د پای ته رسولو لپاره له دې نفوذ څخه کار واخلي.



اړوند خبرونه