پیسکوف : مونږ د امریکا سره په مساوي شرایطو او متقابل درناوي سره خبرو اترو ته چمتو یو.

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل چې دوی د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د روسیې په وړاندې د بندیزونو ګواښ کې کوم نو عنصر نه ویني، او زیاته یې کړه: "موږ په مساوي شرایطو او متقابل درناوي سره خبرو اترو ته چمتو یو."

2233795

پیسکوف په پلازمېنه مسکو کې د ځینو روانو مسلو په اړه د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

پیسکوف د روسیې په وړاندې د ټرمپ د نویو بندیزونو ګواښونو ته د پوښتنې په ځواب کې وویل، "موږ دلته کوم نوی عنصر نه وینو. ټرمپ د امریکا یو له هغو ولسمشرانو څخه و چې د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې یې ډیری ځله د بندیزونو میتودونو ته مخه کړې وه. هغه دا میتودونه خوښوي."

پیسکوف، په ګوته کړه چې دوی د امریکا په ډیر دقت او ځیر سره تعقیبوي، "موږ په مساوي شرایطو او متقابل درناوي سره د خبرو اترو لپاره چمتو یو. پډې ډول کیدای شي چې  د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او ټرمپ ترمنځ خبرې اترې وشي. موږ که څه هم پدې برخه کې تر اوسه کوم پرمختګ نه دی لیدلی، خو د سیګنالونو په تمه یو."

پیسکوف دا هم وویل چې د روسیې د شتمنیو په وړاندې د لویدیځو هیوادونو "غیر دوستانه" ګامونه به بې ځوابه پاتې نشي.

پیسکوف د ګډ امنیتي تړون سازمان  څخه د ارمنستان د احتمالي وتلو په اړه د پوښتنې په ځواب کې  وویل، " د ګډ امنیتي تړون سازمان  یو خپلواک او بالغ سازمان دی چې خپل اغیزمنتوب یې ثابت کړی او کار یې دوام لري. ارمنستان تر اوسه پورې له دې سازمان څخه د وتلو اراده نه ده اعلان کړې. "

اړوند خبرونه