په امریکا کې د غلا او لوټمارۍ په څیر په جرمونو تورنو غیرې قانوني کډوالو د نیولو قانون تصویب شو

په امریکا متحده ایالتونو کې  د غیر قانوني مهاجرت مخنیوي لپاره، د غلا او لوټمارۍ په څیر په جرمونو تورنو د غیرې قانوني ګډوالو د نیولو اجازه ورکوونکی د قانون مسوده د سنا او استازو جرګې لخوا تصویب شوه.

2233691

"د قانون دې مسودې ته چې  په امریکا کې د یو غیرې قانوني کډوالو لخوا وژل شوې د پوهنتون یوې امریکايي محصلې( لاکن رایلي قانون) نوم ورکړ شوی دی، د امریکا د استازو په مجلس کي ۱۵۶ مخالفو  رایو پر وړاندي ۲۶۳ موافقو رایو سره تصویب شو.

جمهوریت غوښتونکو لخوا وړاندې شوې  قانون مسودې  ته ۴۶ دیموکراتانو استازو لخوا د مثبت رایه ورکول هم پام وړ وو.

دوه ورځي مخکي له سنا نه تیر شوی قانون، د استازو مجلس کي له تصویب وروسته د توشیح لپاره سپینی ماڼۍ  ته ولیږدول شو.

د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ ویلي دي چې هر څه ژر به دا قانون لاسلیک او توشیح کړي.

ترمپ د امریکا-میکسیکو پر سرحد د امنیتي تدابیرو لوړولو لپاره نوی ولسمشریز فرمان لاسلیک کړی او اضافي ۱۵۰۰ عسکر يي په سرحد کې ځای په ځای کړي دي.

اړوند خبرونه