د امریکا په نیشویل ښار کې په یوه لیسه کې د وسله وال برید له امله ۲ تنه ژده کوونکي وژل شوي

د امریکا په نیشویل ښار کې په یوه لېسه کې د ډزو له امله دوه زده کوونکي وژل شوي او یو تن بل ټپي شوی دی.

2233654
د امریکا په نیشویل ښار کې په یوه لیسه کې د وسله وال برید له امله ۲  تنه ژده کوونکي وژل شوي

د امریکا په نیشویل ښار کې په یوه لېسه کې د ډزو له امله دوه زده کوونکي وژل شوي او یو تن بل ټپي شوی دی.

د امریکا د ټینیسي ایالت اړوند په نیشویل  ښار د سلومون  هینډرسن  په نامه ۱۷ کلن برید کوونکی په ځايي وخت په ۱۱ بجو او ۹  دقیقو  د انټیوچ په نامه  عالي لېسې کانتین  ته لاړ او د ځان وژنې دمخه یې په دوو تنو نور زده کونکو مرګونی برید وکړ . وروسته يي ځان وویشت چې د پیښې په ځای کې سمدلاسه ساه ورکړه.

همداشان پدې برید کې  د دوو زده کوونکو نه  ۱۶کلنه جوسلین کوریا ایسکلانټ چې ډیره  سخته ټپۍ شوه وه  د وانډربیلټ پوهنتون طبي مرکز ته له لیږدولو وروسته ژوند د لاسه ورکړ.

پدې برید کې د ټپي شوي دویم زده کوونکي روغتیاي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی او په روغتون کې تر درملنې لاندې دی. د انټیوچ عالي لېسې اعلان وکړ چې د پېښې له امله یې ښوونځی د دوو ورځو لپاره رخصت کړی دی.د برید انګیزه او لامل معلوم ندی. د برید په اړه تحقیقات پیل شوي دي.



اړوند خبرونه