یو زیات شمیر اروپايي هیوادونو د سوریې د اتباعو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه وځنډو

اتریش هم اعلان وکړ پلان لري چې سوري کډوال خپل هیواد ته واستوي. د ویلو ده چې د یو زیات شمیر هیوادونو لخوا د سوریې د اتباعو په اړه دریځ بدل شوی دی. دیری هیوادونو د سوریې د اتباعو د پناه غوښتنې غوښتلیکونه ځنډولي او حتا ځینو يي د دې کډوالو د شړولو ګواښ کړی د

2219423
یو زیات شمیر اروپايي هیوادونو  د سوریې د اتباعو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه وځنډو

جرمني او فرانسې د سوریې د اتباعو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه وځنډول.

 اتریش هم اعلان وکړ پلان لري چې سوري کډوال خپل هیواد ته واستوي. د ویلو ده چې د یو زیات شمیر هیوادونو لخوا د سوریې د اتباعو په اړه دریځ بدل شوی دی. دیری هیوادونو د سوریې د اتباعو د پناه غوښتنې غوښتلیکونه ځنډولي او حتا ځینو يي د دې کډوالو د شړولو ګواښ کړی دی.

یو شمېر اروپايي هېوادونو په یوه بیان کې د بشارالاسد د رژیم له نسکورېدو وروسته  د وضعیت تر روښانه کېدو پورې د سوریې د وګړو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونو د ځنډولو نه خبر ورکړی دی. په دې کاروان کې جرمني ، سویس، انګلستان، ناروې، ایټالیا، اتریش، ډنمارک، سویډن، بلجیم، فرانسه او هالنډ هم شامل وو.

د مهاجرت فدرالي دفتر د سوریې د اتباعو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ځنډولي دي.

ویل کیږي دم ګړۍ د ۴۷ زره تنو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ځنډول شوي دي.

د جرمني د مسیحي ډیموکرات اتحاد ګوند اعلان کړی دی چې  پناه ورکول په سخت حالت کې مرسته کول دي. کله چې دا سخت او ستونزمند حالت له منځه ولاړ شي، پناه ورکولو  خبره هم تر بحث لاندې راځي.

د اسد له نسکوریدو وروسته، د یکشنبې په ورځ په ټوله اروپا کې د سوریې اتباعو لخوا  په پراخه کچه لاریونونه او جشنونه ترسره شول. اروپايي چارواکو په تېره بیا ښي اړخو ګوندونو د نوموړو لاریونونو او جشنونو په غبرګون کې ویلي دي ،  که تاسو ډیر خوشحاله یاست، بیرته خپل هیواد ته ستانه  شئ، ستاسو لپاره دلته د پاتې کیدو هیڅ دلیل شتون نلري."

ورته څرګندونې له اتریش او سویډن څخه د ښي اړخو حکومتونو څخه هم  راغلي دي. یو زیات شمیر اروپايي هیوادونو د یو بل په تعقیب سره په سوریې وګړو ورته غږونه کړي دي. "که تاسو ډیر خوښ یاست بیرته خپل هیواد ته ستانه  شئ."

د ویلو ده چې المان  د ۲۰۲۵ کال لپاره یو پلان او  یوه پروژه لري. څلور اړخیزه غونډه؛ په دې سرمشریزه کې چې د اردن، تورکیې، جرمني او اتریش هیوادونه کې ګډون وکړي.

د غونډې اصلي موضوع د سوري کډوالو  د بیرته ستنیدو پر څرنګوالي خبرې کول دي. د بله پلوه د جرمني  د اپوزیسیون ګوندونه په دوامداره توګه د دې مسلې په اړه په اولاف شولز فشار راوړي چې  باید ژر تر ژره د تورکیې د ولسمشر  اردوغان سره خبرې وکړي او د هغه سره په میز کې کېني."



اړوند خبرونه