ټرمپ : په امریاکا کې د یو میلیاردو ډالرو په ارزښت پانګه اچوونکو ته به ټولې اسانتیاوې برابري کړي

د امریکا د متحده ایالتونو منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان وکړ چې د هغو کسانو لپاره به د اوسیدو او کار اجازې بهیر ګړندی کړي چې په دغه هېواد کې له یو میلیارد ډالرو یا زیاته پانګونه وکړي.

2219377

ټرمپ په خپل ټولنیز میډیا پلیټ فارم Truth Social کې په خپور کړي بیان کې  د هغه کسانو لپاره چې په امریکا کې پانګه ونې وکړي د اسانتیاو په اړه معلومات ورکړي دي.

"هر هغه شخص یا شرکت چې په امریکا کې یو میلیارد ډالر یا ډیره پانګونه  وکړي په بشپړ ډول ګړندي تصویبونه او جوازونه به ترلاسه کړي ، پشمول د ټولو چاپیریالي تصویبونو ..

ټرمپ ، چې په خپل بیان کې پدې اړه ډیر زیات جزیات ندي ورکړي ، د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال ژمنه وکړه چې د هغه چا  او شرکتونو لپاره به بیوروکراسي له منځه یوسې  چې په امریکا کې پانګونه وکړي . همداشان هغه په امریکا کې د پانګه اچونکو لپاره د تشویقي پروګرامونو نه هم یادونه کړې وه.

اړوند خبرونه