د سویلي کوریا پولیسو د ولسمشر پر دفتر چاپه واچوله
په سویلي کوریا کې پولیسو د دسمبر په ۳ د ولسمشر یون سوک یول د اضطراري وضعیت د اعلان په اړه د تحقیقاتو په جریان کې په پلازمینه سیول کې د هغه د کار پر دفتر چاپه واچوله.
په سویلي کوریا کې پولیسو د دسمبر په ۳ د ولسمشر یون سوک یول د اضطراري وضعیت د اعلان په اړه د تحقیقاتو په جریان کې په پلازمینه سیول کې د هغه د کار پر دفتر چاپه واچوله.
د یونهاپ خبري اژانس په وینا، د ولسمشرۍ دفتر ترڅنګ همدارنګه د ملي پولیسو او د سیول میټرو پولیټین پولیسو مرکزي دفترونو کې هم پلټنې ترسره کیږي.
د پولیسو دا چاپې وروسته له هغې واچول شوې چې د سویلي کوریا د پارلمان مشر وو وون شیک اعلان وکړ چې پارلمان به د اضطراري وضعیت په اړه د څیړونو په جریان کې د خپل ټول تحقیقاتي واک نه استفاده وکړي.
د سویلي کوریا پارلمان پرون هغه مسوده تصویب کړه چې پکې د دسمبر په ۳ د اضطراري وضعیت د اعلانولو له امله د ولسمشر یون سوک یول "سمدستي" توقیف غوښته کوي.
یون د دسمبر په دریمه نیټه په تلویزیوني چینل کې په خپله وینا کې په هیواد کې پوځي حکومت او اضطراري وضعیت اعلان کړ. هغه ددې خبرې لامل "اپوزیسیون د دولت ضد فعالیتونو کې ښکیلتیا په ګوته کړه. د ویلو ده چې د ولسمشر دې پریکړې په هیواد کې ډیر سخت غبرګونونه وپارول او پارلمان سمدلاسه د اضطراري وضعیت او پوځي حکومت د لغوه کولو لپاره لاس په کار شو. پارلمان ۶ ساعته وروسته اضطراري وضعیت لغوه اعلان کړ. وروسته ولسمشر یون هم په شا ګام اوچت کړ او اضطراري وضعیت او پوځي حکومت يي لغوه کړ.
یون پر اپوزیسیون تور ولګاوه چې "حکومت د دندو په پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي" او استدلال یې وکړ چې اضطراري وضعیت د اعلانولو اصلي هدف "د شمالي کوریا پلوه ځواکونو له مینځه وړل او د اساسي قانون د ازادۍ ساتنه وه."
د ویلو ده چې د ولسمشر پر خلاف د روانو تحقیقاتو په جریات کې هغه له هیواده ممنوع الخروج شو.
همداشان تیره ورځ بیا پارلمان د یوې بلې مسودې په تصویبولو سره د ولسمشر یون سربیره د دفاع او کورنیو د پخوانیو وزیرانو په ګډون د اضطراري وضعیت په اعلانولو کې رول درلودونکو ۸ تنو د نیولو غوښتنه وکړه.
له بلې خوا، د دفاع پخواني وزیر کیم یونګ هایون، چې ادعا کیږي ولسمشر یون ته یې د اضطراري وضعیت د اعلان وړاندیز کړی و، هغه زندان کې د ځان وژنې هڅه وکړه.
د زندان مشر شن یونګ های ویلي چې کیم لخوا د وژنې د ناکامې هڅې وروسته په یوه خوندي خونه کې ساتل کیږي او روغتیايي حالت یې ښه دی.