د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوریې په اړه حیرانونکی بیان ورکړ.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوریې په اړه حیرانونکی بیان ورکړ. ټرمپ چې وویل "دا زموږ مبارزه نه ده"زیاته یې کړه، پریږدئ چې پیښې پرمختګ وکړي، مداخله مه کوئ".
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوریې په اړه حیرانونکی بیان ورکړ. ټرمپ چې وویل "دا زموږ مبارزه نه ده"زیاته یې کړه، پریږدئ چې پیښې پرمختګ وکړي، مداخله مه کوئ".
ډونالډ ټرمپ د سوریې د پرمختګونو په اړه یو مهم بیان ورکړ. ټرمپ په دې ټینګار وکړ چې امریکا به په دې سیمه کې مداخله ونکړي او روسیې هم ډیر ستر ځاني تلفات لیدلي دي.
"روسيه، د سوریې په دې حقیقي پرمختګ کې مداخله کولی" نشي. ټرمپ وویل، "د سوریې مخالف جنګیاليو، د بې ساري اقدام په توګه، د خورا همغږې سره برید کړی او څو ښارونه په بشپړه توګه نیولي، او اوس د پلازمینې دمشق لمنو ته رسیدلي دي. ډونالډ ټرمپ وویل، "روسيه چې د اوکراین په جګړه کې له,۶۰۰ زرو څخه ډیر عسکر له لاسه ورکړي، د څو کلونو راهیسې د دې هیواد د ملاتړي په توګه د سوریې په دې حقیقي پرمختګ کې مداخلې توان د لاسه ورکړی او ددې پرمختګ مخ نیولی نشي .
" ټرمپ زیاته کړه، "هغه وخت چې پخواني ولسمشر اوباما د 'سرې کرښې' د ساتنې ژمنه وکړه خو په ژمنه يي عمل ونکړو او وضعیت له کنترول څخه ووتله او سیمه د روسیې تر حاکمیت لاندې راغله . خو اوس، ښایي د اسد نه هم ملاتړ ونکړي. په موجودو حالاتو کې روسیه د سوریې څخه هیڅ ګټه نشي ترلاسه کولی.