روسیې د اوکراین په جګړه کې د هر ډول وسیلې کارولو ته چمتووالی ښودلی
روسیه : که چیرې لویدیځ د اوکراین په مسئله کې زمونږ خبرداری جدي ونه نیسي ، د لا سختو پيغامونو سره به مخامخ شي.
2217609
روسیې د اوکراین په جګړه کې د هر ډول وسیلې کارولو ته چمتووالی ښودلی
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د اوکرایین په جګړه کې د خپل ځان د دفاع لپاره د "هرې لارې" کارولو ته د مسکو چمتووالی ښودلی او له لویدیځ یې غوښتي چې د هایپرسونیک توغندیو ازمایښت جدي ونیسي.
لاوروف له خبریال ټکر کارلسن سره په خبرو کې وویل چې د روسیې له خوا د اورشینیک توغندي وروستۍ کارول د اوکراین د متحدینو د مخنیوي لپاره یوه نښه وه چې د روسیې ستراتیژیکې ماتې په لټه کې دي.
هغه دا خبرداری هم ورکړ چې که امریکا او ملګري یې دې اخطارونو په پام کې ونه نیسي لا زیات پيغامونه به وویني.