په سویلي کوریا کې د ولسمشر یون سوک یول پر خلاف مظاهرې دوام لري.
په جنوبي کوریا کې د غیر دولتي سازمانونو غړو چې د ولسمشر یون سوک یول د استعفا غوښتنه کوي، د دویمې ورځې لپاره خپلو مظاهرو ته دوام ورکړ.
په سویلي کوریا کې د ولسمشر یون سوک یول پر خلاف مظاهرې دوام لري.
په جنوبي کوریا کې د غیر دولتي سازمانونو غړو چې د ولسمشر یون سوک یول د استعفا غوښتنه کوي، د دویمې ورځې لپاره خپلو مظاهرو ته دوام ورکړ.
مظاهره کوونکي پرون د ښار په مرکز کې سره راغونډ شول او د یون د استعفا غوښتنه وکړه. د ویلو ده چې په سویلي کوریا کې د ولسمشر یون پر خلاف مظاهرې هله پيل شوې چې هغه د دسمبر په دریمه نیټه په هیواد کې پوځي حکومت یا اضطراري وضعیت اعلان کړ . د ولسمشر لخوا اعلان شوي اضطراري وضعیت ۶ ساعته دوام وکړ او سمدلاسه د وزیرانو شورا او وروسته د پارلمان لخوا لغوه اعلان شو.
د کوریا د سوداګرۍ اتحادیې د غړو په ګډون د غیر دولتي سازمان زرګونو غړو د یون د استعفا لپاره مظاهرې وکړې.
لاریون کوونکو بینرونه په لاس کې درلودل چې پکې لیکل شوي وو: " خاین او مجرم یون سوک یول او د هغه ملګري باید ژر تر ژره ونیول شي."
د کوریا د سوداګریزې اتحادیې کنفدراسیون پریکړه کړې چې د یون د استعفا کولو پورې به د نامعلوم وخت لپاره اعتصاب وکړي.
د کنفدراسیون سربیره ، د ګډون کونکي ډیموکراسۍ لپاره د خلکو اتحادیې غړي او نور غیر دولتي سازمانونه یوه ورځ دمخه د پلازمینې سیول په ګوانګوامون چوک کې راټول شوي وو او د یون د ګوښه کیدو غوښتنه یې کوله.
د واکمن خلکو ځواک ګوند مشر هان دونګ هون په ملي اسمبلۍ کې د خپل ګوند په غونډه کې وویل چې ولسمشر یون په واک کې د پاتې کیدو په صورت کې یو ځل بیا د اضطراري وضعیت د اعلان احتمال شتون لري.
هان وویل "د نویو افشا شویو حقایقو په رڼا کې، زه په دې نظر یم چې د ولسمشر یون سوک یول واکونه باید سمدستي وځنډول شي ترڅو د کوریا جمهوریت او د هغه د خلکو ساتنه وشي."
ولسمشر یون سوک یول د دسمبر په دریمه په هیواد کې پوځي حکومت او اضطراري وضعیت اعلان کړ. هغه وویل چې دا کار يي ځکه وکړ چې اپوزیسیون "د دولت ضد فعالیتونو کې ښکیل وو."
د ولسي جرګې په بېړنۍ غونډه کې د اضطراري وضعیت د لغوه کولو طرحه د ۱۹۰ استازو په رایو سره ومنل شوه. د ملي شورا د مشر دفتر اعلان وکړ چې اضطراري وضعیت لغوه شوې دی.
د سویلي کوریا ولسمشر یون په پارلمان کې د اضطراري وضعیت د لغوه کولو نه وروسته په شا ګام اوچت کړ د وزایرانو د شورا په راټولو سره يي اضطراري حالت لغوه اعلان کړ.