د روسیې او امریکا لوی درستزوالانو ټیلیفوني خبرې کړي دي

د روسیې لوی درستیز والري ګیراسیموف او د امریکا لوی درستیز چارلس کیو براون جونیر تیلیفوني خبرې وکړې.

2217701
د روسیې او امریکا لوی درستزوالانو ټیلیفوني خبرې کړي دي

د روسیې لوی درستیز والري ګیراسیموف او د امریکا لوی درستیز چارلس کیو براون جونیر تیلیفوني خبرې وکړې.

د روسیې د دفاع وزارت د بیان له مخې، دا ټیلیفوني تماس د نوامبر په ۲۷ مه نيټه ټینګ شوی دی.

دغه ټیلیفوني خبرې  د روسیې په غوښتنه ترسره شوي  او د امریکا لوري ته په مدیترانې سمندرګي کې د روسي پوځیانو له خوا د لوړ دقیق توغندي د تمرین په اړه معلومات ورکړل شول.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دې ټیلیفوني خبرو موخه د تمرین سیمې ته څېرمه د امریکايي او ناټو بېړیو سره د احتمالي پېښو مخنیوی و.

ویل شوي چې روسیې د ډسمبر له لومړۍ څخه تر درېیمې نیټې پورې په مدیترانې سمندرګي کې تطبیقات  وکړل او د لوړ دقت لرونکي توغندي یې وکارول.



اړوند خبرونه