چین د امریکا په ۱۳ دفاعي صنایعو شرکتونو او ۶ چارواکو بندیزونه ولګول

چین اعلان کړی چې پر تایوان د وسلو د خرڅلاو له امله به پر ۱۳ امریکايي دفاعي صنعت شرکتونو او ۶ چارواکو باندې  بندیزونه ولګوي.

2217724
چین د امریکا په ۱۳ دفاعي صنایعو شرکتونو او ۶ چارواکو بندیزونه ولګول

چین اعلان کړی چې پر تایوان د وسلو د خرڅلاو له امله به پر ۱۳ امریکايي دفاعي صنعت شرکتونو او ۶ چارواکو باندې  بندیزونه ولګوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور بیان کې ویل شوي دي  چې پر تایوان د امریکا د وسلو پلورل د " متحد چین" له اصولو او د درې ګونو ګډو اعلامیو سره په ټکر کې دي چې د دواړو هېوادونو د اړیکو بنسټ جوړوي.

په بیان کې ويل شوي چې دغه خرڅلاو د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه ده او د دې هېواد ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته ګواښ دی او خبرداری ورکړل شوی چې د بهرنيو بنديزونو ضد اقداماتو له قانون سره سم به پر ۱۳ شرکتونو او ۶ چارواکو بنديزونه ولګول شي.

د بندیزونو په چوکاټ کې به په چین کې د نوموړو شرکتونو او اشخاصو ټولې منقول او غیرې منقول شتمنۍ کنګل شي او په هیواد کې به د دې اشخاصو او بنسټونو سره همکاري ، پیرود او نور ګډ فعالیتونه منع شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وروستی ځل د نوامبر په ۲۹ اعلان وکړ چې دوی تایوان ته د F-16 فالتو پرزو، بریښنایی سکین شوي فعال شاخص رادار سیسټم او د ګرځنده پیرودونکي تجهیزاتو تاکتیکي ارتباطي سیسټم پلور تصویب کړ. دا د تایوان لپاره د امریکا د ولسمشر جو بایډن په مشرۍ د حکومت لخوا تصویب شوی ۱۸ نظامي پلور و.



اړوند خبرونه