روسیې د ګرجستان د اتباعو لپاره د کار او تحصیلي ویزو معافیت اعلان کړ.
د هغه فرمان له مخې چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له خوا لاسلیک شوی او د روسیې د دولتي قانون د معلوماتو په سیسټم کې خپور شوی، د ګرجستان د اتباعو لپاره چې د کار ، زده کړې او د ۹۰ ورځو نه ډیر پدې هیواد کې پاتې کیږي ویزې معاف کړې.

د نوي فرمان له مخې به اوس د ګرجستان ټول اتباع کولای شي پرته له ویزې روسیې ته سفر وکړي، په شمول د هغو کسانو چې د کار او زده کړې لپاره ځي.
د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ (کرملین) ویاند دیمیتري پیسکوف په پلازمېنه مسکو کې خبریالانو ته په خپله وینا کې هیله څرګنده کړه چې د پوتین له پرېکړې سره به د روسیې او ګرجستان ترمنځ بشري اړیکې لا پیاوړې شي او زیاته یې کړه چې په روسیه کې د ګرجستان د اوسېدونکو شمېر ډېر دی. روسي سیلانیان هم ګرجستان ته ځي دا یوه عادي پروسه ده.
روسیې او ګرجستان په ۲۰۰۰ کال کې د متقابلو ویزو لګول پیل کړل. ګرجستان ۲۰۱۲ کال کې د روسي اتباعو لپاره ویزې معافیت اعلان کړ.
همداشان روسیې هم په ۲۰۲۳ کال کې د ګرجستان وګړو ته د ویزې معافیت اعلان کړ. یواځې د ګرجستان هغه اتباع چې د کار او زده کړو په موخه به روسیې ته سفر کولو هغوې مجبور وو چې ویزه واخلي. د نوي فرمان سره هغوې ته هم د ویزې معافیت اعلان شو.