ناروې : منځنی ختیځ د یوې لویې جګړې په درشل کې قرار لري.

ناروې د اسرائیلو بریدونو ته په اشاره سره  خبرداری ورکړ چې منځنی ختیځ "د یوې لویې جګړې په درشل کې قرار لري."

2194624
ناروې :  منځنی ختیځ د یوې لویې جګړې په درشل کې قرار لري.

ناروې د اسرائیلو بریدونو ته په اشاره سره  خبرداری ورکړ چې منځنی ختیځ "د یوې لویې جګړې په درشل کې قرار لري."

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر ایسپین بارت عیدي په منځني ختیځ کې د کړکیچ په اړه بیان خپور کړ.

عيدي وويل "په غزه کې جګړه له نږدې يو کال راهيسې روانه ده، موږ په دې وروستيو اوونيو کې د تاوتريخوالي د لا زياتېدو شاهدان يو، موږ ماتېدونکې نقطې ته نږدې شوي يو. سيمه د يوې لويې جګړې په درشل کې ده، چې ښايي نور هېوادونه هم پکې دخیل شي چې دا به  د یو ډیر جدي بشري ناورین لامل شي."

عیدي همداشان د ټولنیزې  میډیا له لارې په خپور کړي بیان کې په لبنان باندې د اسرائیل بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې په بریدونو کې "د اندیښنې وړ شمیر ملکي خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی".



اړوند خبرونه