امریکا : د اسرائیلو سره پر ایران د ځوابي برید په اړه د تماس په حال کې یو.

د امریکا دفاع وزارت پنټاګون اعلان کړی، چې د ایران له خوا په  اسرائیلو د بالستیک توغندیو د بریدونو نه له اسرائیلو سره  د ځوابي برید په اړه خبرو ته دوام ورکوي.

2194611
امریکا : د اسرائیلو سره پر ایران د ځوابي برید په اړه د تماس په حال کې یو.

د امریکا دفاع وزارت پنټاګون اعلان کړی، چې د ایران له خوا په  اسرائیلو د بالستیک توغندیو د بریدونو نه له اسرائیلو سره  د ځوابي برید په اړه خبرو ته دوام ورکوي.

د پنټاګون مرستیال ویاندې سبرینا سنګ په ورځني خبري کنفرانس کې وویل چې امریکا د اکتوبر په لومړۍ نیټه د ایران د توغندیو برید ته د احتمالي ځواب په اړه له اسرائیل سره د نږدې تماس په حال کې ده.

سینګ وویل "زه دا اټکل کولی  نشم چې  د اسرائیل غبرګون به څه وي."

سینګ د خبریالانو د پرله پسې پوښتنو په ځواب کې، وویل چې د دواړو خواوو ترمنځ ناستې "خصوصي" وې "موږ تر ډیره هڅه کوو چې پوه شو چې د اسرائیل عکس العمل به څه وي. زه نشم کولی نور جزییات درکړم.

هغې د دې په بیانولو سره چې امریکا به په دې مسله کې له تل ابیب سره مشورې ته دوام ورکړي . امریکا غواړي چې د اسرائیل په هدف او غبرګون پوه شي.

سینګ همداراز ټینګار وکړ، چې امریکا نه غواړي په سیمه کې شخړې رامنځ ته شي او ویې ویل، موږ د ایران په ګډون له هېڅ هېواد او ډلې سره جګړه نه غواړو.

د ویلو ده چې د ایران د اکټوبر په لومړۍ نیټه په اسرائیلو باندې  چې ددوې په وینا ددوې پر ملي امنیت يي برید کړی وو پراخه توغندیز بریدونه وکړل. ویل شوي، چې دغه برید د اسرائیلو د بریدونو په غبرګون کې شوی، چې په ترڅ کې یې د حماس مشر اسماعیل هنیه، د حزب الله مشر حسن نصرالله او ایراني برید جنرال عباس نیلفروشان وژل شوي دي.

د ایران دولتي ټلویزیون اعلان وکړ چې شاوخوا ۲۰۰ توغندي پر اسرائیلو توغول شوي او د لومړي ځل لپاره هایپرسونیک الفتح-۱ توغنديو نه کار اخیستل شوی دی .

د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو هم ويلي، چې ايران د توغنديو په بريد سره "لويه تېروتنه کړې او ډیره ستره بیه به پرې کړي".

د بله پلوه ځینو رسنیو ویلي دي چې اسرائیل په پام کې لري چې د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونه وکړي. 

د امریکا ولسمشر جو بایدن هم ویلي دي چې د ایران پر اټومی تاسیساتو د هر ډول برید سره موافق ندی ، ځکه چې د ایران پر اټومي تاسیساتو هر ډول برید کیدای شي چې د ټولې سیمې امنیت خراب کړي او یو ستر بحران رامنځته کړي. 



اړوند خبرونه