د نتنیاهو په اړه د انګلستان د بخواني لومړي وزیر یوه ډیره مهمه ادعاء
د انګلستان پخواني لومړي وزیر بوریس جانسن ویلي دي چې د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په ۲۰۱۷ کال کې په بهرنیو چارو وزارت کې زما د دفتر د خصوصي تشناب د استفادې وروسته په تشناب کې د اوریدو جاسوس وسیلې وموندل شوې.
د انګلستان پخواني لومړي وزیر بوریس جانسن ویلي دي چې د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په ۲۰۱۷ کال کې په بهرنیو چارو وزارت کې زما د دفتر د خصوصي تشناب د استفادې وروسته په تشناب کې د اوریدو جاسوس وسیلې وموندل شوې.
د انګلستان د ټیلیګراف ورځپاڼې د جانسن له قوله ویلي دي ، کله چې زه په ۲۰۱۷ کال کې د بهرنیو چارو وزیر وم ، د بهرنیو چارو په وزارت کې د اسرائیلو د لومړي وزیر نتنیاهو سره د لیدنې پر مهال هغه زما د دفتر د خصوصي تشناب نه د استفادې غوښتنه وکړه.
جانسن ویلي دي وروسته له هغه چې نتنیاهو تشناب نه استفاده وکړه امنیتي ټیم هلته پلټنه وکړه او د اوریدلو جاسوس وسیله یې وموندله.
د ورځپاڼې په وینا جانسن د "Unleashed" په نامه د خپل یاداشتونو په کتاب کې چې د اکتوبر په لسمه به چاپ او نشر شي د نتنیاهو سره د لیدنې په اړه خپل یو یاداشت شریک کړی دی. جانس ویلي دي چې کله چې د بهرنیو چارو وزیر وو، د خپل کار په دفتر کې د نتنیاهو سره لیدنه وکړه. د لیدنې پر مهال نتنیاهو د هغه د خصوصي تشناب نه د استفادې غوښتنه وکړه . وروسته امنیتي ټیم هلته د اوریدو جاسوس وسیله وموندله . دا ممکن تصادف وي یا نه وي، خو وروسته راته وویل شول چې دوی په تشناب کې د اوریدلو وسیله وموندله."
کله چې له هغه وپوښتل شول چې ایا هغه کولی شي د دې تور په اړه نور توضیحات وړاندې کړي، جانسن وویل "زه فکر کوم هر څه چې تاسو ورته اړتیا لرئ چې د دې پیښې په اړه پوه شئ په کتاب کې شتون لري."
د بوریس جانسن کتاب "Unleashed" چې د سیاست په اړه د هغه یادونه پکې شامل دي، د اکتوبر په لسمه به چاپ او خپور شي.