د امریکا ولسمشر، بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو د اسرائیل نه پوره ملاتړ اعلان کړ

د امریکا ولسمشر جو بایدن، د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د دفاع وزیر لوید آستین د ایران په مقابل کې د اسرائیلو نه د ملاتړ اعلان وکړ.

2193753
د امریکا ولسمشر، بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو د اسرائیل نه پوره ملاتړ اعلان کړ

د امریکا ولسمشر جو بایدن، د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د دفاع وزیر لوید آستین د ایران په مقابل کې د اسرائیلو نه د ملاتړ اعلان وکړ.

 د امریکا  ولسمشر جو بایډن پوځ ته  د اسرائیلو سره د ایران د بریدونو پر وړاندې د ځان نه د دفاع کولو په برخه کې د مرستې کولو او د اسرائیلو د په نښه کولو په موخه د ایران لخوا د راتوغول شوو توغندیو په هوا کې د شنډولو لارښوونه وکړه .

د سپینې ماڼۍ لخوا د خپور شوي بیان له مخې، جو بایډن او د ولسمشر مرستیالې کاملا هاریس د وضعیت په خونه کې د ملي امنیت ټیم سره وکتل او په سمدستي توګه یې د اسرائیلو په وړاندې د ایران د وروستیو توغندیو بریدونو په اړه پرمختګونه وارزول.

په بیان کې راغلي، "ولسمشر بایډن د امریکا پوځ ته لارښوونه کړې چې د ایران د بریدونو په وړاندې له ځانه د دفاع په برخه کې له اسرائیلو سره مرسته وکړي او هغه توغندي په نښه کړي چې اسرائیل په نښه کوي."

جو بایډن وروسته، په سپینه ماڼۍ کې  په خبري غونډه کې  د ایران لخوا پر اسرائیلو بریدونه، ګستاخانه وبلل، د اسرائیلو لپاره د هغه هیواد د غیرې مشروط ملاتړ يي اعلان کړ. هغه وویل چې د امریکا په مرسته د ایران ټول بریدونه  شنډ  شوي، او ټینګار یې وکړ چې د اسرائیلو نه ددوې ملاتړ نه ماتیدونکی دی.

بایډن وویل "په دې کې شک نشته چې امریکا د اسرائیلو بشپړ ملاتړ کوي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم په دغه وزارت کې تر غونډې مخکې په منځني ختیځ کې د اسرائیل او ایران د کړکېچ په اړه ارزونې وکړې.

بلینکن د دې په بیانولو سره چې ایران شاوخوا ۲۰۰ بالستیک توغندي پر اسرائیلو توغولي، وویل "دا په بشپړه توګه د منلو وړ نه ده او ټوله نړۍ باید دا بریدونه وغندي. اسرائیل د امریکا او نورو ملګرو په فعاله ملاتړ دغه برید په مؤثره توګه شنډ کړل."

د امريکا د دفاع وزير لويډ آسټن له خپل اسرائيلي سيال يوف ګيلانت سره د اسرائيلو پر وړاندې د ايران د ګواښ د ارزونې په موخه ټیليفوني خبرې وکړې.

د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، آسټن ګالنټ ته ویلي، چې امریکا په وروستیو ورځو کې د ایران د ګواښ په ځواب کې د خپلو ځواکونو چمتووالی زیات کړی او په سیمه کې د پام وړ پوځي ظرفیت ته دوام ورکوي.

د بیان له مخې، آسټین وویل چې امریکا د ایران او د ایران د ملاتړو ډلو د ګواښونو په مقابل کې د امریکايي پرسونل، متحدینو او شریکانو د دفاع لپاره ښه موقف لري او ګالنټ ته یې څرګنده کړه چې امریکا به په سیمه کې د هر هغه چا چې غواړي دې سیمې روان وضعیت استثمار کړي او  ناوړه ګټه ترینه واخلي مخه ونیسي.

دواړو وزیرانو دا ارزونه هم وکړه چې "پر اسرائیل مستقیم برید به د ایران لپاره جدي پایلې ولري."



اړوند خبرونه