شمالي کوریا یو ځل بیا څو لنډ واټنه بالستیک توغندي ازمایلي دي.

د جنوبي کوریا پوځ خبر ورکړی، چې شمالي کوریا د شمال ختیځ لور ته څو لنډ واټن ویشتونکي توغندي توغولي دي.

2188519

د يونهاپ خبري اژانس  د جنوبي کوريا لوى درستيزوالۍ  لخوا د   شمالي کوريا د توغنديو د ازموينې په اړه  کړې څرګندونې خپرې کړي دي .

په بیان کې ویل شوي چې شمالي کوریا په ځايي وخت د سهار په ۷ بجو د کیچون له سیمې څخه د شمال ختیځ په لور د لنډ واټن ویشتونکي بالستیک توغندي وتوغول.

په بیان کې ویل شوي چې دغه توغندي کابو ۴۰۰ کیلومتره واټن وهلی او جنوبي کوریا د شمالي کوریا دغه عمل په کلکه غندي.

سویلي کوریا او جاپان د سپټمبر په ۱۲ مه نيټه هم د  شمالي کوریا لخوا  د جاپان سمندر (ختیځ سمندر) په لور د لنډ واټن بالیسټیک توغندي د توغولو نه خبر ورکړی وو.

اړوند خبرونه