امریکايي رسنۍ : په لبنان کې د حزب الله د غړیو مخابرو ته د نتنیاهو په امر انفجار ورکړ شوی

ویل کیږي اسرائیلو د حزب الله د مخابرو په کوچنیو دستګاګانو کې د ځای په ځای کړو چاودیدونکو موادو د پټ راز د افشا کیدو له ډاره  نوموړو مخابرو ته انفجار ورکړ.

2188718
امریکايي رسنۍ : په  لبنان کې د حزب الله د غړیو مخابرو ته د نتنیاهو په امر انفجار ورکړ شوی

ویل کیږي اسرائیلو د حزب الله د مخابرو په کوچنیو دستګاګانو کې د ځای په ځای کړو چاودیدونکو موادو د پټ راز د افشا کیدو له ډاره  نوموړو مخابرو ته انفجار ورکړ. دا ادعاء د امریکا د اکسیوس خبري اژانس کړې ده .

د امریکا د «اکسیوس» خبري پلیټ فارم د هغو بریدونو په اړه چې پرون په لبنان کې د حزب الله د مخابرو په دستګاګانو کې  د ځای په ځای شوو  چاودیدونکو موادو په واسطه ترسره شوي، ځینې جزئیات شریک کړل.

پدغه خبر کې د امریکايي سرچینو له قوله چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، راغلي دي  چې د مخابرو د دستګاګانو  چاودنه په داسې حال کې شوې چې د اسرائیلو او حزب الله ترمنځ کړکېچ په زیاتېدو دی.

په خبر کې راغلي دي چې اسرائیلو د حزب الله د مخابرو په کوچنیو دستګاګانو کې د ځای په ځای کړو چاودیدونکو موادو د پټ راز د افشا کیدو له ډاره  نوموړو مخابرو ته انفجار ورکړ.

یو امریکایي چارواکي ادعا کړې چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او همدارنګه لوړ پوړو پوځي او استخباراتي چارواکو د دې وسیلو د کشف  د اندیښنې له امله د چولو امر ورکړی وو.

په خبر کې راغلي دي  چې په لبنان کې د ددې چاودنو  نه لږ  مخکې د اسرائیلو د دفاع وزیر یوف ګالانت د امریکا د دفاع وزیر لوید آسټن سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

په خبر کې راغلي دي چې د اسرائیلو د دفاع وزیر خپل امریکايي سیال استین ته ویلي وو چې اسرائیل به په لبنان کې یو سلسله عملیات ترسره کړي خو د ډیرو زیاتو جزیاتو ورکولو نه يي ډډه کړې وه.



اړوند خبرونه