د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو وویل چې "د بیلاروس په خاوره برید به دریمه نړیواله جګړه پیل کړي."

الکساندر لوکاشینکو د ملي یووالي د ورځې په مناسبت جوړ شوي پروګرام کې په خپله وینا کې وویل چې هېواد یې د سولې ملاتړی دی او خپل دې دریځ ته به دوام ورکړي.

2188485

لوکاشینکو د دې خبرې په ټینګار سره چې دوی جګړه نه غواړي وویل چې ، دوی باور لري چې په ګاونډیو هیوادونو کې به هم سوله حاکمه شي او داسې ورځ به راشي چې خلک د سولې په فضا  او دوستۍ کې ژوند وکړي او دوی د داسې  یوې نړۍ جوړولو لپاره هرڅه چې لازم وي هغه  کوي.

لوکاشینکو دې ته په اشارې سره چې سوله ییزې لارې د کمزورۍ نښه نه ده، وویل چې دوی د پخوا په پرتله بهرني یرغل ته ځواب ورکولی شي.

لوکاشینکو دې ته اشاره وکړه هغه کسان چې له هېواده تښتېدلي د هغوی لوېدیځ واکمنان په هیواد کې د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکې هیواد ته د راستنولو او د خلکو په منځ کې د یو تشنج او ګډوډۍ د رامنځته کولو پلان جوړ کړی دی.

لوکاشینکو وویل چې امریکا داسې استخباراتو ترلاسه کړي چې د نوامبر د میاشتې د پیل پورې به د  مسکو او کیف ترمنځه د جګړو په ډګر کې  تاوتریخوالی  ښه پسې زیات شي.  لوکاشینکو وویل چې د لویدیځ استخباراتي ادارې غواړي چې  د روسیې او اوکراین جګړه دوام ومومي. دوی غواړي چې ددې جګړو لمن بیلاروس ته راوغځوي .

لوکاشینکو خبرداری ورکړ تر کومه چې زمونږ پر خاوره یرغل ونشي ، مونږ به اجازه ورنکړو چې زمونږ پوځ پدې جګړه کې دخیل شي.  

لوکاشینکو واشنګټن کې د "ګوډاګیانو باداران" اوکراین د بیلاروس سره جګړه ته راکاږي. لوکاشینکو یادونه وکړه چې د هغه هیواد د جغرافیوي موقعیت له مخې چې ټولې لویې لارې زمونږ له هیواد څخه تیریږي په یو ډول نه په یو ډول په شخړو کې ښکیل دی. هغه خبرداری ورکړ چې په بیلاروس هر ډول برید او یرغل به دریمه نړۍواله جګړه پیل کړي.

اړوند خبرونه