د اوکراین ولسمشر : د روسیې سره د جګړې د پایته رسولو په خاطر د بریا پلان جوړ شوی دی
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل چې له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره تر ۹۰ سلنې زیات د بریا پلانونه لیکل شوي او راتلونکې اونۍ کې به متحدینو ته وړاندې شي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل چې له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره تر ۹۰ سلنې زیات د بریا پلانونه لیکل شوي او راتلونکې اونۍ کې به متحدینو ته وړاندې شي.
ولادیمیر زیلینسکي د خپلې ټولنیزې مډیا په پاڼ کې په خپور کړي بیان کې ویلي چې دوی د اوکراین د بریا د پلان د چمتو کولو او په پوځي، دیپلوماتیکو او اقتصادي لحاظ د ټولو تشو په ډکولو کار ته دوام ورکوي او په ټولو برخو کې مهم کسان په دغو کارونو کې شامل دي.
زېلېنسکي وويل ((د بري په پلان کې) د اوکراين لپاره اړين ګامونه په دقت سره ټاکل شوي دي. د واقعي او عادلانه سولې د تامين لپاره ممکن قوي ګامونه پورته شي. د هر ګام لپاره يو واضح لېست شتون لري، څه ته اړتيا ده ؟ د قوي کیدو لپاره باید ترسره شي؟" "دلته یو څه هم ناشونی نه دی چې د ۹۰سلنې څخه ډیر یې لیکلی دی، نه یوازې د اوکراین لپاره، بلکې د ټولو لپاره د وضعیت سم پرمختګ تضمین کولی شي .
نړۍ چې نړیوال قانون ته ارزښت ورکوي موږ راتلونکې اونۍ متحدینو ته ددې پلان وړاندې کولو ته چمتووالی نیسو.
اوکراین او روسیه د ۲۰۲۲ کال له فبرورۍ راهیسې په جګړه کې ښکیل دي.