د سوریې د نوې ادارې مشر ټرمپ ته مبارکي وویله

په سوریه کې د نوي ادارې مشر، احمد الشرع، ډونلډ ټرمپ ته د امریکا  د ۴۷ م ولسمشر په توګه په رسمي توګه د دندې پيلولو له امله مبارکۍ پیغام خپور کړ.

2232771
د سوریې د نوې ادارې مشر ټرمپ ته مبارکي وویله

په سوریه کې د نوي ادارې مشر، احمد الشرع، ډونلډ ټرمپ ته د امریکا  د ۴۷ م ولسمشر په توګه په رسمي توګه د دندې پيلولو له امله مبارکۍ پیغام خپور کړ.

د سوریې د نوي ادارې مشرالشرع ، ټرمپ ته د مبارکۍ پیغام د پوځي عملیاتو د قوماندانې د ټیلیګرام  پاڼې له لارې خپور کړی دی.

الشرع په خپور کړي پیغام کې  ټینګار کړی دی  چې هغه ډاډه دی چې د امریکا ولسمشر به منځني ختیځ ته سوله راولي.

الشرع ویلي دي "موږ پوره باور لرو چې د دې ادارې سره، امریکا او سوریه به د دې فرصت ولري چې داسې ملګرتیا رامینځته کړي چې د دواړو هیوادونو تمې پوره کړي،" همداشان هغه زیاته کړې ده  چې دوی تمه لري چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې به د خبرو اترو پر بنسټ ښې شي او وده به وکړي.

الشرع ویلي دي "موږ ښاغلي ټرمپ ته د ولسمشرۍ په چارو کې د لا زیات بریالیتوب او د امریکا د خلکو د تلپاتې ځواک او سوکالۍ هیله کوو. ʺ



اړوند خبرونه