حماس : په اوربند کې د تورکیې رول ډیر زیات وو.

د حماس د سیاسي بیرو غړی محمد نزال وویل چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اوربند خبرو اترو کې هوکړې ته د رسېدو په برخه کې د تورکیې اغېز ډېر لوی و.

2232317
حماس : په اوربند کې د تورکیې رول ډیر زیات وو.

د حماس د سیاسي بیرو غړی محمد نزال وویل چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اوربند خبرو اترو کې هوکړې ته د رسېدو په برخه کې د تورکیې اغېز ډېر لوی و.

نزال په دوحه کې د حماس په سیاسي دفتر کې په خپلو څرګندونو کې وویل چې تورکیې تل په غزه کې د اوربند هوکړې خبرو اترو سره نږدې علاقه درلوده او زیاته یې کړه:

"تورکیه هیڅکله له دې خبرو اترو څخه لرې نه وه او په ځانګړې توګه په وروستیو میاشتو کې یې له نږدې څارنه کوله. که څه هم اسرائیل د تورکیې د اغېزمن رول په اړه اعتراضونه درلودل، موږ تل ویلي چې تورکیه باید په یو ډول په دې پروسه کې ښکېله وي."

نزال د اوربند خبرو اترو کې د هوکړې ته رسېدو کې د تورکیې اغېز ته په اشارې سره وویل:

"که څه هم ترکان په میز نه وو، خو د خبرو اترو دوامداره او ټینګه څارنه یې کوله او پرمختګونه یې په دوامداره توګه څارل. د خبرو اترو او د هغې په پایله کې د هوکړې په دې ټکي ته رسېدو کې د دوی اغېز ډېر لوی و.


پيوندونه: #تورکیه , #اوربند , #حماس

اړوند خبرونه