د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اومې نیټې راهییسې د لومړي ځل لپاره غزې په سلګونو لارۍ مرستې ورسیدې
د حماس او اسرائیلو ترمنځه د اوربند د موافقې د نافذیدو نه وروسته د اوربند په لومړۍ ورځ، ۵۵۲ مرستو بار لارۍ غزې ته ننوتې. د ویلو ده چې غزه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷ مې نیټې راهیسې په دوامداره توګه د اسرائیلو تر بریدونو لاندې وه.

د غزې د کورنیو چارو وزارت لخوا په خپور کړي بیان کې ویل شوي چې "د یکشنبې له سهار راهیسې، ۵۵۲ مرستو بار لارۍ له پولې څخه غزې ته ننوتلي دي. له دوی څخه ۲۴۲ یې شمالي غزې ته رسیدلي دي."
ویل کیږي په لومړنیو مرستو کې سونګ توکي، روغتیايي توکي او لومړني خوراکي توکي او همدارنګه سبزیجات او میوې شاملې دي.
ویل شوي چې د غزې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره سیمې ته د لا زیاتو بشري مرستو رسولو هڅې روانې دي.
د اوربند په لومړي پړاو کې، اټکل شوې ده چې هره ورځ به د بشري مرستو بار ۶۰۰ لارۍ غزې ته ننوځي، او د رفح سرحدي دروازه به د تړون له نافذیدو څخه ۷ ورځې وروسته پرانیستل شي.