حوثیانو پر ۵ امریکايي کښتیو او ځینو اسرائیلي اهدافو د بریدونو نه خبر ورکړی دی
په یمن کې حوثيانو د امریکا اړوند د دوه ویجاړوونکو او درې اکمالاتي کښتو په ګډون په ۵ کښټیو او ځینې اسرائیلي اهدافو د برید کولو نه خبر ورکړ.
په یمن کې حوثيانو د امریکا اړوند د دوه ویجاړوونکو او درې اکمالاتي کښتو په ګډون په ۵ کښټیو او ځینې اسرائیلي اهدافو د برید کولو نه خبر ورکړ.
د حوثي یاغیانو د پوځ ویاند یحیی سیري په یوه ټلویزیوني چینل کې په خپله وینا کې ویلي، چې د دوی اړوند پوځي ځواکونو دا عملیات په ډیر بریالیتوب سره ترسره کړي دي.
سري ویلي دي چې " زمونږ د سمندري ځواکونو، بې پيلوټه الوتکو او (حوثي) توغنديو ځواکونو لخوا په درې امريکايي اکمالاتي کښتۍ چې د جيبوتي له بندره وتلې وې او د عدن په خليج کې دوه ويجاړونکې بېړیو باندې بریدونه کړي دي."
سیري یادونه وکړه چې له جیبوتي څخه وتلو کښتیو دمخه په یمن برید کړی و.
سربيره پردې، سيري وويل چې د اسرائيلو د جفا او عسقلان په ښارونو کې په دوو مختلفو نقطو کې د دوو پوځي اهدافو په وړاندې عمليات ترسره شوي، او ټينګار يې وکړ چې دا عمليات د وسله والو بې پيلوټه الوتکو په مرسته ترسره شوي.
سيري په خپله خبرپاڼه کې د بريدونو د پايلو په اړه معلومات نه دي ورکړي.