د سوریې د ملي اردو ځواکونو د دیرالزور ښار مرکز په بشپړه توګه ونیو.

د سوریې ملي اردو ځواکونو  د دیرالزور ولایت مرکز چې د  PKK/YPG ترهګریز سازمان تر اشغال لاندې وو ازاد کړ. سوریې ملي اردو ویلي دي چې ددوې راتلونکی هدف د رقه ښار ازادول دي.

2219282

په سوریه کې د پرزول شوي ولسمشر بشار اسد ځواکونه  د  دیرالزور ولایت څخه د په شا کیدو نه وروسته ښار د پ ک ک ترهګري سازمان ته پریښی وو. دغه ښار د PKK/YPG ترهګرې ډلې تر کنټرول لاندې پاتې شو. په سوریه کې ملي اردو ځواکونو د تل رفعت او منبیج نه وروسته دا ځل د پ ک ک ترهګري سازمان څخه د دیرالزور ولایت ازاده کړ. د سوریې ملي اردو ځواکونه  پرمختګ ته  دوام ورکوي.

د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې؛ د سوریې د ملي اردو په ګډون مخالفو ډلو د دیرالزور مرکز په بشپړه توګه نیولی دی. نوی هدف د رقه سیمه اعلان شوې ده .

پيوندونه: #دیرالزور , #سوریه

اړوند خبرونه