د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په سوریه کې د بعث۶۱ کلن رژیم ړنګوونکې ډلې وګواښلې.

د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر د سوریې په اړه د نتنیاهو یو ویدیويي پیغام خپور کړ.

2219462

نتنیاهو پدې ویدیويي پیغام کې  ادعاء کړې چې  "دوی د سوریې په کورنیو چارو کې د لاسوهنې نیت نه لري."

نتنیاهو پر سوریې د اسرائیلو وروستیو بریدونو په اړه ویلي دي چې دا بریدونه د  "اسرائیل د امنیت لپاره" ترسره شوي، هغه ویلي دي  چې بریدونه د هغه په  لارښوونه ترسره شوي دي او  پوځي تاسیسات په نښه شوي دي.

نتنیاهو پدې پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې  غواړي له هغو ډلو سره اړیکې ټینګې کړي چې د بعث رژیم يي نسکور کړ. نتنیاهو ګواښ وکړ که چیرې دا ډلې په سوریه کې ایران او یا حزب الله ګټو ته خدمت وکړي او پدې هیواد کې وسلې او مهمات حزب الله ډلې ته د ورکولو هڅه وکړي او دا وسلې زمونږ پر خلاف وکارول شي ، مونږ به لا سخت ځواب ووایو. پدې ډلو به لا سخت بیه پرې کړو.

د ویلو ده چې په سوریه کې د پرزول شوي ولسمشر بشار اسد په مشرۍ د بعث رژیم د دسمبر په ۸ مه نيته د مخالفیو لخوا د پلازمینې دمشق د نیولو سره نسکور شو او ۶۱ کلنه واکمني پایته ورسیده. اسد وتښتید.

همداشان د اسد رژیم د نسکوریدو نه راپدیخوا اسرائیلو پر سوریې ۳۲۰ هوايي بریدونه ترسره کړي دي. د اسرائیلو پوځ تیره ورځ اعلان وکړ چې د هیواد په تاریخ کې پر سوریې تر ټولو ستر بریدونه ترسره کړي دي.

اړوند خبرونه