اسرائیلو پر سوریې تر ۲۵۰ ډیر بریدونه کړي
د اسرائیلو پوځ د ۶۱ کلن بعث رژیم له نسکورېدو وروسته په سوریه کې لږ تر لږه په ۲۵۰ هدفونو بریدونه کړي.
د اسرائیلو پوځ د ۶۱ کلن بعث رژیم له نسکورېدو وروسته په سوریه کې لږ تر لږه په ۲۵۰ هدفونو بریدونه کړي.
د اسرائیلو د پوځ د راډیو په خبر کې ویل شوي چې د بشارالاسد د رژیم له نسکوریدو وروسته په سوریه کې د اسرائیلو په تاریخ کې تر ټولو ستر هوايي بریدونه ترسره شول.
په خبر کې راغلي دي چې اسرائیلو په سوریه کې ۲۵۰ هدفونه په هوايي بریدونو کې په نښه کړي او ادعا شوې چې په دې بریدونو کې د اسد د پوځ اړوند پوځي هډې، لسګونه جنګي الوتکې، د ځمکې نه هوا ته د توغندیو لسګونه سیستمونه، د وسلو د تولید ځایونه او ګودامونه په نښه شوي دي.
د یدیعوت احرونوت ورځپاڼې د خبر له مخې، اسرائیلو په تېرو پنځوسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د سوریې پر ټولو هوايي هډو برید وکړ.
په خبر کې راغلي دي چې د اسد د رژیم د نسکوریدو راهیسې په ټوله سوریه کې په سلګونو جنګي الوتکې او بې پيلوټه الوتکې په بریدونو کې کارول شوي دي.
د اسرائيلو پوځ د لومړي وزير بنيامين نتنياهو او د دفاع وزير يسرايل کاتز له لارښوونو سره سم د اشغال شوي ګولان په لوړو کې بفر زون ته ننوتل.
نتانیاهو ادعا وکړه چې د ګولان تپو، چیرې چې هغه په سوریه کې د بعث د رژیم له نسکوریدو وروسته د خپلې ځمکې اشغال پراخولو هڅه کړې، "د تل لپاره به د اسرائیلو یوه نه بېلېدونکې برخه وي."
اسرائیلو له ۱۹۶۷ کال راهیسې د سوریې د ګولان تپې نیولي دي. د بفر زون او غیر نظامي زون سرحدونه په ۱۹۷۴ کې د اسرائیلو او سوریې ترمنځ د ځواکونو د وتلو د تړون سره سم ټاکل شوي.