د سوریې  د رژیم مخالفو وسله والو د حما ښار مرکز ونیو.

د رژیم مخالفو ډلو چې لومړی د حما د ښار د مزاریب، صنعي او اربعین ولسوالۍ ونیولې او د ښار د مرکز پر لورې پرمختګ پيل وکړ. همداشان مخالفو وسله والو ډلو وروسته د ښار مرکزي برخې ونیولې او د حمص ولایت پر لورې پرمختګ پیل کړ.

2217684

د اسد رژیم  پوځ اعلان وکړ چې له حما ښار څخه وتلي  د ښار د بیرته نیولو په خاطر په بیروني سیمو کې مستقر شوي دي.

حما ولایت مرکز چې په سوریه کې د کورنۍ جګړې د پيل یا د (۲۰۱۱) راهیسې د لومړي ځل لپاره په بشپړه توګه د رژیم له کنټرول څخه خارج شو، یو ستراتیژیک موقعیت لري چې د دې احتمال لري چې د حمص له لارې لاذقیه او پلازمینه دمشق ته نفوذ وکړي.

د حما ښار د رژیم د مخالفو ډلو تر کنټرول لاندې په راتلو سره د پلازمینې دمشق او ادلب او حلب ترمینځ ارتباط قطع شوی دی . د سوریې د رژیم مخالفو ډلو  ویلي دي چې د  پلازمینې  دمشق پر لورې به پرمختګ ته دوام ورکړي .

د ویلو ده چې سوریې مخالفو وسله والو ځواکونو د حما ښار د مرکز د نیولو نه وروسته د حمص ښار پر لورې پرمختګ پیل کړی دی. مخالفو وسله والو ډلو د حمص ولایت اړوند راستن او تلبیسه ولسوالۍ هم نیولي دي.

ویل کیږي چې دا دوه ولسوالۍ د حمص ښار د دروازې په څیر دي چې د حمص د حما او حلب ښارونو سره نخلوي.

په سوریه کې د سوریې د رژیم مخالفو وسله والو ډلو د نوامبر په ۲۷ مه نیته د رژیم د ځواکونو پر خلاف جګړه پیل کړه او په شمال کې د حلب ولایت ونیو.همداشان مخالفو وسله والو ډلو په تیرو لسو ورځو کې ډیر زیات پرمختګ کړی او ډیرې زیاتې سیمې د اسد رژیم څه نیولي دي.

اړوند خبرونه