د حزب الله ډلې د هیواد په جنوب کې کنټرول د لبنان پوځ ته وسپاره.
د لبنان د اطلاعاتو وزیر وویل چې د حزب الله ډلې د هیواد د سویلي برخو کنټرول او واک پوځ ته وسپاره
د حزب الله ډلې د هیواد په جنوب کې کنټرول د لبنان پوځ ته وسپاره.
د لبنان د اطلاعاتو وزير زياد المکري په پلازمينه بيروت کې د وزيرانو د شورا له غونډې وروسته په يوه خبري غونډه کې وویل چې حزب الله د هیواد په جنوب کې ټول کنټرول پوځ ته وسپاره. هغه وویل چې حکومت به د راتلونکې شنبې په ورځ په سویلي ښار سور کې غونډه وکړي، د لبنان لوی درستیز جوزف عون به په دې غونډه کې ګډون وکړي او په جنوب کې به د پوځ د ځای پرځای کولو د پلان په اړه معلومات ورکړي.
المکري په جنوب کې د پوځ د کنټرول په اړه په کابینه کې د حزب الله په استازیتوب د وزیرانو چلند ته په اشارې سره د خپلو خبرو په دوام وویل:
"د اوربند موافقه د وزیرانو د شورا له خوا پریکړه شوې وه. له همدې امله دا موافقه د لبنان د حکومت او د پارلمان د رئیس تصویب لري. تاسو په ښکاره توګه دا موافقه د حکومت لخوا تصویب کړې ده. ټولو وزیرانو هم دا موافقه تصویب کړې ده."
د لبنان په جنوب کې د پوځ د واک د ترلاسه کولو په اړه د پوښتنې په ځواب کې، د لبنان وزیر وویل، "موږ په پوځ باور لرو، دا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۷۰۱ پریکړه لیک پلي کولو مکلفیت لري، حکومت هم دا تصویبوي، بله چاره نشته. "