اسرائیل د لبنان سره د اوربند نه په سرغړونو سره د لبنان پر سویلي برخو هوايي برید کړی
د اسرائیلو پوځ، د نوامبر په ۲۷ مه نيټه د اوربند سره سره پر لبنان هوايي بریدونه کوي. د اسرائیلو پوځ د لبنان سویل کې په دوه سیمو هوایي بریدونه کړي چې له امله يي لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.

د لبنان روغتیا وزارت وویل چي اسرائیلو پوځ د لبنان سویل کي د هاریس او طالوس پر سیمو پرون بریدونه کړي دي.
د اعلامیي له مخي، د بنت جبیل هاریس سیمي باندې په برید کي ۶ تنه مړه او ۲ تنه ټپیان شوي دي.
د مرجعیون طالوس سیمي باندې په برید کي ۴ تنه مړه او ۱ تن ټپی شوی دی.
د اوربند پر شپږمه ورځ، د اسرائیلو پوځ بریدونو کي یو دولتي چارواکی او یو ملکي وګړي په ګډون دوه تنه مړه او د لبنان د پوځ د یو تن پوځي په ګډون ګنشمیر نور ټپیان شوي دي.
د بله پلوه حزب الله، د اسرائیل د اوربند ماتولو ته په اشارې سره ، د اسرائیلو تر اشغال لاندې د کفر شبا غونډیو د روویسات العالم پر سیمي د "خبرداری" راکټي بریدونه کړي. ویل کیږي راکټونه په یوې شاړه مځکه کې غورځیدلي دي.
اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو اعلان وکړ چي لبنان کي د اوربند له رامنځته کیدو راهیسي د حزب الله لومړي راکتي برید ته به "سخت ځواب" ورکړي، او وروسته اسرائیلي پوځ د لبنان سویل ته پر بعضو سیمو هوایي بریدونه وکړل.