اسرائیلو د سوریې سره په پوله کې په لبنان کې د ایران لخوا جوړ شوي صحرايي روغتون باندې برید وکړ.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې په برید کې نوموړی روغتون په بشپړه توګه سوځیدلی دی.

2197373

د ایران د سرې میاشتې لخوا  د خپور شوي بیان له مخې ، دغه روغتون چې ۵۶ بسترونه او د درملو ګودامونه درلودل، تېره شپه د اسرائیلو په برید کې په بشپړه توګه سوځول شوي دي.

د ایران د سرې میاشتې رئیس پیر حسین کولیوند ویلي، چې په برید کې چا ته ځاني زیان نه دی اوښتی . هغه زیاته کړې ده چې "زموږ ټول طبي ټیم خوندي دی، خو د روغتون امبولانسونه، روغتیايي وسایل او تجهیزات له منځه تللي."

ساحوي یا صحرايي روغتون د اکتوبر په شپږمه د ایراني سرې میاشتې لخوا د اسرائیلو په بریدونو کې ټپي شوي لبنانیانو ته د طبي خدماتو  لپاره جوړ شوی وو.

په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، دا برید چې دوی یې په کلکه غندي، د یوه جنګي جنایت یوه بشپړه بېلګه ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند دې ته په اشارې سره چې تل ابیب له دې مخکې هم څو ځله په غزې او لبنان کې روغتونونه په نښه کړی وو، په نړیواله ټولنه یې غږ وکړ چې د اسرائیلو د جنګی جنایتونو د بندولو لپاره اقدام وکړی.

اړوند خبرونه