د اسرائیلو ولسمشر : اسرائیل د تورکیې پر خلاف هیڅډول کوم پلان نلري

د اسرائیلو ولسمشر اسحاق هرستوغ وویل چې دوی د تورکیې خلکو ته ډیر درناوی لري او دا اسرائیل "هیڅکله د تورکیې پروړاندې کوم پلان نه درلود او نه يي هم لري."

2197413

د ټایمز اف اسرائیل ورځپاڼې د خبر له مخې اسحاق هرتسوغ په امریکا کې د یهودانو د ټولنې له استازو سره د لیدنې پر مهال دا څرګندونې وکړې.

هرستوغ د اسرائیلو په اړه د ولسمشر رجب طیب اردوغان څرګندونو ته په اشارې سره  وویل چې هیواد یې هیڅکله د تورکیې پر ضد کوم پلان نه درلود او نه يي لري.

هرستوغ استدلال وکړ چې دوی د تورکیې خلکو ته ډیر درناوی لري او د تورکیې خلک د اسرائیلو خلکو ته په ورته ډول درناوی کوي.

هرستوغ د دې خبرې په ټینګار سره وویل چې د تورکیې او اسرائیلو ترمنځ د اوږدې مودې اړیکې شتون لري، "د خلکو یووالی به د ټولو هغو غږونو څخه پورته وي چې د ورورولۍ او ګډ ژوند مخه نیسي."

هرتسوغ ادعا وکړه چې د اسرائیلو بریدونه به د یو تاریخي بدلون لامل شي چې د سیمې خلک به په سوله کې ژوند وکړي.

ولسمشر اردوغان د اکټوبر په لومړۍ نیټه د تورکیې د ملي شورا د دریم تقنیني کال د پیل په مراسمو کې خپله وینا کې ویلي وو چې " اسرائیل د الارض الموعود په پلمه  له فلسطین او لبنان وروسته زمونږ خاورې ته پلان جوړ کړی دی."

اړوند خبرونه