اسرائیلو په بیروت کې د حزب الله په هدفونو د ډیرو سختو بریدونو نه خبر ورکړی دی
اسرائیلو داځل د لبنان په پلازمینه بیروت کې د حزب الله د ډلې د مشر حسن نصرالله د احتمالي ځای ناستي هاشم صفي الدین د اوسیدو پر ځای د برید کولو نه خبر ورکړی دی.
اسرائیلو داځل د لبنان په پلازمینه بیروت کې د حزب الله د ډلې د مشر حسن نصرالله د احتمالي ځای ناستي هاشم صفي الدین د اوسیدو پر ځای د برید کولو نه خبر ورکړی دی.
د لبنان د پلازمېنې بيروت په جنوب کې په داسې حال کې د زورورو چاودنو غږونه اوریدل شوي دي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائيلو په هوايي بريدونو کې ٣٧ کسان وژل شوي دي.
د امریکا د اکسیوس خبري پلیټ فارم د دریو اسرائیلي چارواکو په حواله ویلي دي د اسرائیلو د تیرې شپې د بریدونو هدف د حزب الله د مشر حسن نصرالله احتمالي ځای ناستی هاشم صفی الدین و . اسرائیلو ادعا کړې ده چې په لوی ګمان چې هاشم صفي الدین به پدې برید کې وژل شوی وي.
اسرائیلي چارواکیو ویلي دي چې د تیرې ورځې بریدونه د سپټمبر په ۲۷ مه نيټه په حسن نصر الله د ترسره شوو بریدونو نه لا زورور او درانده وو.
د بله پلوه د لبنان او سوریې ترمنځ د المسنا په سرحدي دروازه هم د اسرائیلو لخوا برید وشو.
په بريد کې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
د لبنان د چارواکو په وینا، د سپټمبر له ۱۷ راهیسې د حزب الله د ارتباطي وسایلو د چاودیدو راهیسې د ۱۰۴ ماشومانو او ۱۹۴ میرمنو په ګډون ۱۳۷۴ کسان وژل شوي دي.
همداشان اسرائیلو د سپټمبر په ۲۷ مه په بیروت کې د حزب الله د ډلې په مرکزي دفتر د برید سره ددې ډلې د مشر حسن نصرالله په ګډون ګڼشمیر چارواکي ووژل.